داعش د یوې معاملې په ترڅ کې اوه امریکایی بندیان خوشي کړي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۵ لړم ۱۳۹۷): داعش ډلي په سوریه کې د امریکایانو سره تر معاملې وروسته ۷ تنه امریکایی سرتیري له خپله بنده خوشي کړي دي.

د ترکیې رسمي خبري آژانس اناطولیه خبر ورکړی چې د سوریې په ختیځه برخه کې چیری چې داعش ډله اوس هم پر ځینو سیمو ولکه لري؛ له امریکا سره د یوې معاملې په نتیجه کې 7 امریکایی سرتیري خوشي کړي.

د راپور سره سم داعش له امریکا غوښتنه کړي وه چې د دیر الزور په نوم پریمانه نفت او معادن لرونکي سیمي څخه دې د کردستان د کارګر ګوند جنګیالي پرشا کړي. دوی به یې په بدل کې امریکایی سرتیري ورخوشي کړي.

د یادي رسنۍ په وینا، امریکایی سرتیري هغه مهال د داعش لاس ته لویدلي وو کله چې امریکا په دغه سیمه کې د کردي ځواکونو په ملاتړ له داعش سره جګړه وکړه، که څه هم د دغي جګړې نیټه نه ده ذکر شوي.

ویل کیږي چې د امریکایی سرتیرو د خلاصون لپاره د تېر سپتمبر په ۲۸ مه نیټه له داعش سره د امریکا مذاکرات پیل شوي وو.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د