بلخ؛ دولت اباد کې اربکیانو پراخې سیمې طالبانو ته پرېيښې

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۵لړم، ۱۳۹۷ل): د بلخ په دولت اباد کې د طالب سرتېرو او اربکي جګړه مارو تر منځ له نښتې وروسته پراخې سیمې طالبانو ته په لاس ورغلې.

تېر مازیګر د دولت اباد ولسوالۍ اړوند له تالي ګک او ګرجګک سیمو نه اربکیانو پښې سپکې کړې او طالبان وايي چې لسګونه کلي يې تر واک لاندې راغلي دي.

د طالبانو د خبرپاڼې له مخې د دې سیمې په پرېښودو سره ۳۱کلي چې زرګونه کورنۍ پکې مېشتې دي، د اربکیانو له وجوده پاکې شوې.

بلخ په شمال کې هغه ولایت بلل کېږي چې په ګڼو ولسوالیو کې د طالبانو فعالیت ورځ پر ورځ پراخېدونکی دی.

د دې ولایت ځايي چارواکو تر اوسه په دې تړاو څه نه دي ويلي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د