افغانستان

ارګ د سولې د هڅو لپاره «مشورتي بورډ» جوړوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۵لړم، ۱۳۹۷ل): د سولې عالي شورا په موجودیت کې ارګ وايي د سولې د هڅو لپاره مشورتي بورډ جوړوي.

د ډاکټر غني د ویاند یوه مرستیال شاه حسین مرتضوي ازادي راډيو ته ویلي، په همدې مناسبت تېره شپه ډاکټر غني له بېلابېلو کسانو سره ویډيويي کنفرانس درلود.

هغه ويلي، د هېواد له ۳۴ ولایتونو نه د بېلابېلو قشرونو استازي به په دې بورډ کې غړیتوب ولري.

مرتضوي ونه ویل چې د سولې شورا تر څنګ دې بورډ ته څه اړتیا احساس شوه، خو ویل کېږي ډاکټر غني د زلمي خلیلزاد د غوښتنې لپاره دا اقدام کړی دی.

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد له حکومته غوښتي و، چې د سولې د هڅو لپاره یو با صلاحیته پلاوی ور معرفي کړي.

سرچینه د سیاسي شنونکي حاجي دواد له خولې هم دا خبره لیکي او زیاتوي چې داسې ښکارېږي سولې شورا په دې برخه کې د پام وړ کار نه شوای کولی.

ارګ په داسې حال کې د سولې لپاره د مشورتي بورډ د جوړولو خبر ورکوي، چې د مسکو ناستې په اړه يې دریځ پاشلی ښکاري.

په دې ناسته کې د سولې شورا یو پلاوی برخه اخلي، خو د بهرنیو چارو وزارت وايي د دې وزارت، ارګ او امنیت شورا په استازيتوب څوک پکې برخه نه اخلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x