افغانستان

طالبان د مسکو ناسته «فرصت» بولې او خپل ګډون تاییدوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۵لړم، ۱۳۹۷ل): د طالبانو د سیاسي دفتر یوې جګپوړي سرچینې نن ټکی اسیا ته تایید کړه چې ددوی یو څلور – پنځه کسیزه پلاوی به د موسکو په غونډه کې ګډون وکړي.

دغې سرچینې وویل: «د مسکو ناسته کې د ګډون لپاره د اسلامي امارت د مشرتابه د حکم پر اساس د سیاسي دفتر د مشر شیرمحمد عباس ستانکزي په مشرۍ یو لوړ پوړی پلاوی لېږي».

د مسکو ناسته کې چې د افغان سولې اړوند پکې نظرونه، وړاندیزونه او طرحې شریکېږي، طالبان وايي دوی هم د افغان ولس په استازیتوب خپل نظر ګډونوالو ته وړاندې کوي.

د یادي سرچینې په وینا په دې غونډه کې به دوی د غونډې ګډونوالو ته د افغانستان د راتلونکې په اړه پالیسي، سولې او بهرنیو ځواکونو د موجودیت په اړه خپل نظر او وړاندیزونه وړاندې کړي. او زیاته یې کړه چې دا «زمونږ لپاره ښه فرصت دی تر څو تر نړیوالو د اسلامي امارت نظر ورسوو».

دا په داسې حال کې دی چې کابل اداره په دې غونډه کې د ګډون نیت نه لري او دعوه کوي چې د سولې شورا پلاوی د یو خپلواک بنسټ په ډول هلته ګډون کوي.

ټاکل شوې چې د روانې میلادي میاشتې پر نهمه نیټه د روسیې په پلازمینه کې د افغانستان د سولې لپاره د روانو هڅو په لړ کې د موسکو فارمټ غونډه تر سره شي.

په دې غونډه کې د طالبانو په شمول د سیمې د ۱۲ هېوادونو استازي برخه وال دي. چې په هغو کې چین، ایران، پاکستان، ازبکستان، ترکمنستان، تاجکستان، قرغیز، قازاقستان او نور هیوادونه دي.

وړاندې تر دې د روسيې بهرنیو چارو وزارت چې د دې غونډې کوربه دی ویلي و، دا پخپل ډول کې لومړنی نړیوال کنفرانس دی چې د طالبانو د سیاسي دفتر غړي پکې برخه اخلي.

په غونډه کې امریکا ته هم بلنه ورکړل شوې، خو تر اوسه يې د ګډون په اړه پوره څرک نه دی لګېدلی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
لونګ

امریکه چه په غونډه کی نوی بیا نو کابل څنګه پکی ګډون وکړی؟ دا سولی د شورا غړی هم چه ورځی پدی خاطر چه د کابل حکومت ته د خلکو د ملامتی ګوته و ننیول شی جه ګویا دا خو داسی وی چه د سولی په کنفرانس کی مو برخه وانخسته. هر افغان که عسکر دی که طالب، که ته یی که زه باید د سولی هر جرکت ته لبیک ووایو او تقدیر یی کړو.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x