افغانستان

فراه کې د سرحدي عسکرو يو کنډک سقوط او شل عسکر وژل شوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه،۱۵ لړم ،۱۳۹۷ ل): د فراه ولايت چارواکي وايي، چې د سرحدي عسکرو يو کنډک د طالبانو پر لاس سقوط شوی، شل عسکر وژل شوي او پنځه يې د طالبانو لاسته ژوندي ورغلي.

د فراه د ولايتي شورا غړی دادالله قانع وايي، چې د پشت کوه ولسوالۍ خلکو ورته ويلي، چې طالبانو د سرحدي عسکرو يو کنډک نيولی، شل عسکر يې وژلي او يو شمېر نور يې ژوندي نيولي دي.

د قانع په وينا تېره شپه پشت کوه ولسوالۍ کې د طالبانو او عسکرو ترمنځ خونړۍ نښته شوې ده.

طالبانو د دغې قرارګاه د نيولو مسؤوليت منلی دی.

د طالبانو وياند قاري محمد يوسف احمدي رسنيو ته ويلي، چې د وسله وال برید په نتيجه کې يې لسګونه عسکر وژلي، پنځه يې ژوندي نيولي او د يو شمېر پوځي موټرو سربېره يې ۷۸ ميله وسله هم نيولې ده.

فراه د هېواد په لويديځ کې هغه ولايت دی، چې ډېری سيمې يې د طالبانو په واک کې دي څو مياشتې وړاندې طالبانو د فراه ښار نيولی و، لسګونو عسکرو ته يې مرګ ژوبله اړولې وه او د ميليونونو ډالرو وسلې او مهمات يې له ځان سره وړي وو.

د فراه ولايتي شورا غړي او امنيتي سرچينې وايي، چې دغه ولايت لا هم د سقوط له ګواښ سره مخ دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x