افغانستان

پروان: طالبانو د ملي امنیت څلور نیول شوي کارمندان وژلي

نن ټکی اسیا (سه شنبه،۱۵ لړم ،۱۳۹۷ ل): څو ورځې وړاندې طالبانو وویل چې د پروان ولایت د شینوارو په ولسوالۍ کې یې د ملي امنیت ۴ تنه هغه کارمندان نیولي چې سیمې ته د طالب مشرانو د وژلو په نیت ورغلي وو.

طالبانو ویلي وو چې دغه څلور نیول شوي کسان د ملي امنیت د کارمندۍ ترڅنګ د صفر یک قطعې غړیتوب هم درلود او په سیمه کې په غلا، اختطاف او ولسي خلک د طالب په نامه وژنو کې یې هم لاس درلود.

له سیمې څخه یوې سرچینې نن ټکي اسیا ته وویل چې په دغو څلور تنو په سیمه کې عام خلک د طالب په نامه نيول، شکنجه کول، له ماشومانو سره جنسي تیري او وژل هم ورباندې ثبوت شوي دي.

سرچینه د بیلګې په توګه د دوی د یو جنایت یادونه کوي او وایي چې د سیمې یو تن اوسېدونکي د دولت سیمه ییزو چارواکو ته
ددې مجرمينو په باره کښې خپل وړوکی زوی ورولي او خپل ګريوان شکوي او چيغي وهي چې غير له حضرت عمر رضي الله عنه څخه بل څوک زما غږ نه اوري،خو بيا يي هم چا پوښتنه نه ده کړی.

سرچینې نن ټکي اسیا ته ویلي چې دا څلور تنه تیره شپه د طالبانو له لوري ووژل شول خو
طالبانو په رسمي توګه تر اوسه ددې څلور تنو د وژلو په اړه څه نه دي ویلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
5 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جميل

بيابه د ډيموکراسي په لنډغرو منافقو ماتم ګډ شي.

عبدالولی (فهیم)

د صفر یک قطعی هر یو بیناموسه عسکر چی هر څوک ووژنی غازی دی ځکه دا دومره وحشی خلک دی چی نه اسلام منی نه قرآن او سم له اسلامیت او افغانیت څخه وتلی خلک دی نو هر یو غیرتی افغان مسول دی که چیری دا بیناموسان وینی داسی دی ووژنی لکه یو امریکایی د ده او امریکایی هیڅ فرق نشته ده .

سینځله،پښتون

کاش چه ته الله ج د نر په ځای یوه ښځه پیدا کړی وای.او ته د یو ماشوم مور وای،او هغه بیا تا لوی کړی وای،هغه ماشوم بیا عسکر شوی وای،بیا به تاته پته لګیدلی وه ،چه زوی د څوک مړکړی کنه؟ایا زوی د امریکایی څخه بد تر دی کنه؟خو افسوس

جميل

امريکائي ظالم غاصب هم ميندي لري له اسمانه ندي رالويدلي،نمرود،فرعون او ابوجهل هم ميندي لرلي،هغه ظالم دکفارو مزدورمستنطق چي بنديان ئي په ساعتو په پښو ځړولي وي ، هغه ظالم چي ژوندۍ انسان په ټانک پوري کشوي، هغه وحشي ليوه چي دژوندي انسان غوښي په خوله شکوي ،هغه جاسوس چي خپل مسلمان ورور په وحشي کفارو داړي، دوی ټوله ميندي لري، خو ويوه لعنتي ته ئي هم مور د اسلام،هيواد او د غيرت درس ندئ ورکړئ. نه يوازي زما او ستا او د عبدالولی زوی، دهرچا زوی چي همداسي وي د پاک الله(ج)،دملائيکو او د ټولو انسانو لعنت دي پر… نور لوستل »

غوربندي

سنځلې خورې
ماشوم که د انسان او بیا افغان غیرتي مور شیدې رودلې وي نو کله هم د اشغالګرانو اجرت او غلامۍ ته زړه نه ښه کوي.

ځان مو په حماقت وهلی او که لوستونکي درته احمقان برېښي ؟؟

Back to top button
5
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x