افغانستان

پکتیکا کې امریکایي ځواکونو ۲۱ افغانان په ډزو ووژل

نن ټکی اسیا (سه شنبه،۱۵ لړم ،۱۳۹۷ ل): د پکتیکا ولایت په ګیان ولسوالۍ کې تېره شپه امریکايي ځواکونو په کلیو او کورونو چاپه وهلې او ګڼ افغانان یې وژلي دي.

د راپورونو له مخې په چاپه کې د سیمې په بازار او د خلکو په کورونو چور او تالان ګډ شوی او قیمتي توکي یې غلا شوي دي. بیا یې دوکانونو او کورونو ته بمونه ایښي او تر چور وروسته یې په بمونو الوزولي دي.

د چاپې په وروستۍ مرحله کې امریکايي ځواکونو د کلیوالو په عاموژنه لاس پورې کړی، د ښځو، ماشومانو او لویانو په ګډون یې ۲۱ تنه افغانان وژلي او بیا له سیمې تللي دي.

د راپورونو په اساس، د یادې عاموژنې په لړ کې امریکايي عسکرو د یو کلیوال (پیراحمد) د کور ۵ ښځې او ۳ ماشومان په ډزو وژلي دي او کور یې په بمونو ویجاړ کړی.

د سیمې نه رارسیدلي راپورونه وايي چې عسکرو به خلک له کورونو را ایستل او یو-یو به یې په ډزو ویشت.

له بلې خوا په همدې شپه د ننګرهار له خوګیانو او د کاپیسا له نجراب ولسوالیو څخه هم د چاپو، چور، غلا او ویجاړیو راپورونه ورکړل شوي، چې امریکايي او افغان عسکرو په ګډه ترسره کړي.

په دې پيښو کې د وژنې په اړه څه نه دي ویل شوي خو عسکرو د کورونو دروازې ماتې کړي، خلک یې ډبولي او قیمتي توکي یې غلا کړي دي.

طالبانو دغې پیښې «جنایت» بللی او ویلي یې دي چې ټول زیان یې عامو ملکي وګړو ته اړولی. طالب ویاند ذبیح الله مجاهد په یوې اعلامیه کې د بشري حقوقو او ملګرو ملتونو په نړیوالو ادارو نیوکه کړې چې په دغو «جنایاتو» یې خوله چوپه نیولې.

یاده دې وي چې د عامو کلیوالو په کورونو د تېرې شپې په چاپو کې د افغان حکومت عسکرو هم د امریکايي ځواکونو همکاري کوله، چې ښاغلی مجاهد یې «کورني غلامان» بولي.

تر اوسه امریکا او د کابل حکومت د تېرې شپې د خونړیو چاپو په اړه څه نه دي ویلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جميل

انالله وانا اليه راجعون
چيري ياست هووو د غاصب کفار خايه مالانو،يوه ورځ خو مو دا وحشي ، بي رحمه او بي تهذيبه ماماګانوته وواياست چي ښځي او ماشومان ولي وژنۍ،بازارونه ولي ورانوي،غلاوي ولي کوي. زه پوهيږم چي ولي خوله نشي ورته چولولای پدي چي تاسي هم هغوی غوندي ياست.

عبدالولی

ځه به څه وایم الله چ دی اول زمونږ دا بیناموسه او بی غیرته خاصه قطعه هلاکه او تباه کړی چی د کفارو سره ملګرتیا کوی او د هغوی په خوښه د افغانانو په کورونو چاپی اچوی او زه نه پوهیږم چی الله ج ولی داسی بدبختی په مونږ راوستی ده چی هره ورځ مو ځوانان ماشومان سپینږیری ښڅی د دی بغیرته او غلام حکومت له لاسه او هم د کفارو په لاس شهیدانیږی.
یا الله ته دا غلام اوو بیناموسه حکومت او دا بیغیرته بیننګه خاصه قطعه داسی هلاکه کړی چی نوریی څوک نوم هم وانوری.

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x