افغانستان

يوناما: په تېرو پارلماني ټاکنو کې ۴۳۵ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

نن ټکی اسیا (سه شنبه،۱۵ لړم ،۱۳۹۷ ل): افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندويه اداره وايي، چې د تېرې مياشتې پارلماني ټاکنې له تاوتريخوالي ډکې وې او څلور سوو زياتوو کسانو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې وه.

د يوناما راپور وايي، چې د تېر اکتوبر مياشتې په شلمه د پارلماني ټاکنو پر ورځ ۵۶ کسان وژل شوي او ۳۷۹ نور ټپيان وو.

يوناما وايي، چې د تېرې مياشتې پارلماني ټاکنې د ۲۰۱۴ کال له ولسمشريزو ټاکنو او له ۲۰۰۹ کال راهيسې چې يوناما د ملکي مرګ ژوبلې حساب کتاب پيل کړی، تر ټولو خونړۍ ټاکنې وې.

يوناما وايي، چې د پارلماني ټاکنو په قربانيانو کې ښځې او ماشومان هم دي.

يوناما دا راپور په داسې حال کې ورکړی، چې طالبانو تر ټاکنو وړاندې عامو خلکو ته خبرداری ورکړی و، چې په ټاکنوکې له ګډونه ډډه وکړي او د امريکا په شتون کې يې پارلماني ټاکنې د اشغال ملاتړ بللی و.

طالبانو ويلي و، چې د ټاکنو په ورځ يې سلګونه وړې او غټې چاودنې او وسله‌ وال بريدونه کړي وو.

د ټاکنو په ورځو کې طالبانو يو شمېر دولتي عسکر وژلي او ځينې يې ژوندي نيولي وو.

همدارنګه د پارلماني ټاکنو د ټاکنيز کمپاين پر مهال لس کانديدان هم وژل شوي وو.

د نا امنيو او بريدونو سربېره ګڼ شمېر زورواکو کانديدانو د رايو صندقونه له ځانونو سره کورونو ته وړي وو او هلته يې ډک کړي وو او ځينو نورو يې په ښکاره د رايو ورکولو مرکزونه تړلي وو.

د ټاکنو څارونکي بنسټونه وايي، چې حکومت د اته ميليونه رايې ورکوونکو وړاندوينه کړې وه، خو د ټاکنو په دوه ورځني بهير کې له څلور ميليونه کمې رايې کارول شوي دي.

تر اوسه د پلازمېنې کابل په ګډون د  ټولو پارلماني ټاکنو رايې نه دي اعلان شوي. څارونکي  بنسټونه دغه ځنډ ته د شک په سترګه ګوري او وايي، چې له دې سره به د ټاکنو کمزوری باور نور هم له منځه ولاړ شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x