ورزش

د پکتیا پینترز لوبغاړي سکندر رضا زمبابوې ته تاریخي بریا ورکړه

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۵ لړم، ۱۳۹۷ل): د زمبابوې او بنګلدیش ترمنځ په لومړۍ ټيسټ سیالۍ کې زمبابوې لوبډلې په افغانستان پریمیئر لیګ کې د پکتیا لوبډلې لوبغاړي سکندر رضا په غوره توپ اچونه بنګلدیش لوبډلې ته تاریخي ماتې ورکړه.

په یو ورځنیو سیالیو کې د بنګلدیش لوبډلې غوره لوبه ترسره کړه خو په ټيسټ سیالۍ کې یې ونکړای شول خپله کامیابي دوامداره وساتي او له زمبابوې څخه یې د ۱۵۱ منډو په توپير ماتې وخوړه.

په دغه سیالۍ کې لومړی توپوهنه د زمبابوې لوبډلې وکړه چې د ټولو لوبغاړو په سوځېدلو یې ۲۸۲ منډې جوړې کړې، ددوی لخوا سین ویلیمز ۸۸ زیاتې منډې جوړې کړې، د بنګلدیش تاج الاسلام په ۶ ویکټو اخیستلو بریالی شو.

په ځواب کې د بنګلدیش لوبډلې یوازې ۱۴۳ منډې جوړې کړې، سکندر رضا او چتارا ۳-۳ ویکټې واخیستې، خو د بنګلدیش لخوا یوازې عارف الحق ۴۱ زیاتې منډې جوړې کړې، زمبابوې په دویم وار توپوهنې کولو سره ۱۸۱ منډې جوړې کړې او زمبابوې ته یې د ۳۲۱ منډو هدف وټاکه.

بنګلدیش د خپلو مینوالو ترڅنګ او ددوی په ډاډ ونشو کړای یاد هدف پوره کړي، او ټول لوبغاړي يې د ۱۶۹ منډو په جوړولو وسوځېدل، ددوی لومړۍ غوره ۵۲ منډې ملګرتیا د سکندر رضا په لاس له منځه ولاړه چې وروسته په ښه ملګرتیا جوړولو ونه توانېدل.

سکندر رضا چې په افغانستان غوره لیګ کې د پکتیا پینترز لوبډلې تکړه لوبغاړی و په دغه بریا کې د زمبابوې لپاره ښه ثابت شو، نوموړي په مهم وخت کې ۶ ویکټې واخیستې او ورسره یې ۴۴ منډې هم جوړې کړې.

زمبابوې لوبډلې ۱۷ کاله وروسته له هېواده بهر او پنځه کاله وروسته په ټیسټ سیالۍ کې بریا خپله کړه، د ۲۰۰۱م کال په نومبر میاشت کې زمبابوې لوبډلې بنګلدیش لوبډلې ته په بنګلدیش کې ماتې ورکړې وه، چې په دې سره زمبابوې خپله ۱۲مه ټيسټ بریا خپله کړه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x