سرحدي پوليسو تورخم کې زرګونه کانټینر ايسار کړي

نن ټکی اسیا (سه شنبه،۱۵ لړم ،۱۳۹۷ ل): سرحدي پوليس په تورخم زرګونه خالي کانټينرو ته له تورخم د اوښتو اجازه نه ورکوي.

تورخم دروازې ته څېرمه له تېرو دوو مياشتو راهيسې تر دوو زرو زيات خالي کانټینر په ټيلرو کې بار ولاړ دي، خو سرحدي پوليس له تورخم څخه د اوښتو اجازه نه ورکوي.

د بار وړونکو لاريو موټرچلوونکو رسنيو ته ويلي، چې سرحدي پوليس د نا معلومو دلائلو له امله اجازه نه ورکوي، چې د تورخم له لارې پاکستان ته واوړي.

سوداګر او موټر چلوونکي وايي، چې دغو کانټینرو کې يې له نورو هېوادونو راغلي مالونه د کراچۍ له بندره افغانستان ته راوړي وو، خو تورخم کې د درېدلو له امله هره ورځ دوی ته زرګونو ډالره زيان اوړي.

سوداګر وايي، چې کانټينر د کرايې دي او هره ورځ پرې د موټرو د کرايې سربېره د يوه کانټينر پر سر پنځوس ډالره کرايه راځي.

تورخم کې سرحدي پوليسو تر اوسه په دې اړه د رسنيو پوښتنو ته ځواب نه دی ویلي، خو د کورنيو چارو وزارت بيا ويلي، چې د دغې قضيې په اړه يې څېړنې پيل کړي دي.

د هېواد په ګڼو برخو کې د نا امنيو سربېره د چارواکو او ځايي قومندانانو خپلسرۍ ډېرې شوي او ډېری چارواکي ځانونه قانون لوړو مقاماتو ته ځواب ويوونکي نه بولي او له همدې امله د حکومت او ولس ترمنځ واټن زياتيږي او د خلکو د ژوند چارې له ستونزو سره مخ کيږي.