په عراق کې څلور امریکایی عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتي

us_tabootنن ټکی آسیا/رسنۍ

په عراق کې یرغلګر امریکايي فوځ اعلان کړی چې ددوی یو عسکر د عراق په منځنی سیمه کې نن د شنبې په ورځ ووژل شو، او درې نور سخت ټپیان شوي.

دا مرګ ژوبله امریکایانو ته هغه وخت واوښتله کله چې عراقي فوجیانو د موصل په ښار کې پر دوي ډزي وکړي.

د 2003 څخه تر اوسه د امریکایانو په اعتراف 4433 امریکایایي عسکر وژل شوي دي.

او په یو بل ورته پيښه کې درې نور امریکايي عسکران هغه وخت ژوبل شول کله چې یو عراقي عسکر پر دوی باندي د موصل په غربي سیمه الغزلاني کې ډزي وکړي.

په عراق کې اوس هم پنځوس زره امریکایی فوځ غیر نظامي شتون لري، مګر د امریکایانو او عراقي حکومت د تړون سره سم به د روان کال په اخیر کې دا فوځ هم د عراق څخه وزي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د