افغانستان

کابل: مدني فعال خیرالله شینواری په وسله وال برید کې ټپي شوی

نن ټکی اسیا (سه شنبه،۱۵ لړم ،۱۳۹۷ ل): کابل میشتی مدني فعال خیر الله شینواری نن د سه شنبې په ورځ د یوه مرګوني برید څخه روغ وتلی دی.

نوموړی چې په کابل کې یو مهمو پښتون پالو او سوله غوښتونکو ځوانانو څخه شمېرل کیږي، نن د سه شنبې ورځ د کابل ښار دولسمې امنیتې حوزې اړوند د احمد شاه بابا په مینه کې د نامعلومو وسلوالو له لوري ډزي باندي شوي چې له امله یې نوموړی ټپي شو او بریدګر له سیمې په تیښته بریالي شول.

تر اوسه معلومه نه ده چې بریدګر څوک وه او نه ددغه برید مسؤولیت چا په غاړه اخیستی دی. تر اوسه د کابل امنیتي چارواکو هم ددغې پيښې په اړه څه نه دي ویلي.

خیرالله شینواری

خیرالله شینواری په ټولنیزو پاڼو کې یو د مهمو او مشهورو شخصیتونو څخه بلل کیږي، نوموړی د هیواد پر امنیتي وضعیت او روان سیاسي بهیر باندي په خپلو نیوکو او غبرګونونو باندي شهرت لري.

خیرالله شینواري او ملګري يې د تېر کوچني اختر په اوربند کې د طالبانو سیمو ته ورغلل او د هغوی سره یې مخامخ ولیدل، او د اوربند د غځېدو او بیا تکرار غوښتنه یې وکړه.

د نوموړي نیژدې ملګري نظرمحمد مطمئن پر خپل فیسبوک پاڼه لیکلې چې د خیر الله شینواري روغتیايي وضعیت اوس ښه دی، پر پښه باندي يې یوه مرمۍ لګېدلی چې عملیات یې په بریا سره سرته ورسیده.

نوموړي ویلي چې ددوی یو بل ملګری «ډاکټر فیض محمد ځلاند» هم تېره پنجشنبه د ورته یوه برید سره مخ شوی وو، خو هغه د بریدګرو موټر په خپل موټر تر وهلو وروسته له سیمې ځان ایستلی وو.

مطمئن ټینګار کړی چې ددوی سوله ییزې هڅې او سوله غوښتنه به دوام ولري که څه هم په دغه کار سره دوی ځانته دښمنان ډېر کړي دي.

په ټولنیزو پاڼو کې د خیرالله شینواري د ټپي کېدو خبر تر نشریدو وروسته په پراخه کچه پر نوموړي برید غندل شوی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x