ورزش

روهیټ شرما په شل اوریزو سیالیو کې د زیاتو سلیزو وهلو ریکارډ جوړ کړ

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۵ لړم، ۱۳۹۷ل): د هندوستان ملي لوبډلې تکړه اوپنر توپوهونکی روهیټ شرما په شل اوریزو سیالیو کې لومړی لوبغاړی شو چې څلور سلیزې وهي.

دغه نامتو لوبغاړي د نورو ډيرو ریکارډونو سربېره اوس په شل اوریزو سیالیو کې هم د زیاتو سلیزو ریکارډ پخپل نوم کړ، نوموړي د کولن مونرو سره د درې سلیزو مساوي ریکارډ مات کړ، دغه ریکارډ نن سه شنبه د ویسټ انډیز پر وړاندې سیالۍ کې جوړ کړ، نوموړي په دغه سیالۍ کې د ۷ شپږیزو او ۸ څلوریزو په مرسته په ۶۱ توپونو ۱۱۱ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې.

له دې وړاندې د نیوزېلنډ لوبډلې تکړه چپ لاسي توپوهونکي کولن مونرو درې سلیزې وهلې دي، ورپسې آرون فینچ، کریس ګېل، مارټن ګیپټل، ایون لیویس، برینډن میکولم، ګلین میکسویل او کی ایل راهول ۲-۲ سلیزې وهلې دي، په دغه لیست کې د افغانستان لخوا محمد شهزاد د یوې سلیزې وهلو په لیست کې دی.

روهیټ شرما تر دې دمه په نړیوالو شل اوریزو سیالیو کې له ۲۰۰۷م څخه تر دا مهاله په ۸۶ سیالیو (۷۹ پاڼیو) کې ۱۵ سلیزې هم وهلې دي، نوموړی په منډو جوړونه کې ۳۳.۸۹ اوسط لري.

یاده دې وي چې د روهیټ شرما له ریکارډونو څخه یې په یو ورځنیو سیالیو کې درې ډبل (دوه ګونې) سلیزې وهل دي، نوموړي لومړی ډبل سلیزه په ۲۰۱۳م، دویمه په ۲۰۱۴م او درېیمه ډبل سلیزه په ۲۰۱۷م کې وهلې ده، هغه په زیاتو درې ډبل سلیزو کې د نړۍ لومړی لوبغاړی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x