ورزش

افغانستان د شل اوریزو سیالیو په اقتصادي توپ اچونه کې دویم مقام لري

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۵ لړم، ۱۳۹۷ل): د افغانستان ملي لوبډله په شل اوریزو سیالیو کې زیاتره لوبې د توپ اچونې په مرسته ګټلې دي، چې ورځ تر بلې یې په دغه برخه کې خورا مثبت بدلونونه هم رامنځته کیږي.

په تېرو دوو کلونو کې افغانستان لوبډله په شل اوریزو سیالیو کې د غوره اقتصادي توپ اچونې له کبله له پاکستان لوبډلې وروسته په دویم نمبر ده، افغانستان لوبډلې په تېرو ۲۰ سیالیو کې ۲ اورونه میډن کړي، خو پاکستان لوبډلې په تېرو ۲۷ سیالیو کې ۱۰ اورونه میډن کړي دي.

افغانستان لوبډله چې سوکه توپ اچونکي یې په نړیواله درجه بندۍ کې له لومړیو لوبغاړو څخه دي په شل اوریزو سیالیو توپ اچونه کې د اکانومي ریټ یا اقتصادي اوسط ۷.۱۷ دی، حال دا چې پاکستان له دوی غوره ۷ اوسط لري.

افغانستان لوبډلې تر دې دمه په نړیوالو شل اوریزو کې ۶۸ سیالۍ ترسره کړي چې له جملې څخه یې زیاتې ۴۶ ګټلي، او د زیاتو ګټونکو لوبډلو په سر کې ځای لري.

په تېرو دوو کلونو کې افغانستان لوبډلې ۲۰ سیالۍ ترسره کړي، په دې کې توپ اچونکي یوازې د ۷.۱۷ اقتصادي اوسط (اکانومي ریټ) لري.

دا مهال په سوکه توپ اچونکو کې تر ټولو غوره لوبغاړی مجیب ځدراڼ دی چې په ۷ سیالیو کې یې ۹ ویکټې اخیستي او د ۵.۰۷ غوره اکانومي ریټ لري (نوموړي یوازې ۷ شل اوریزې سیالۍ ترسره کړي)، له ده وروسته د افغانستان لخوا راشد خان د ۵.۸۲ اقتصادي اوسط لري.

د یادونې وړ ده چې افغانستان لوبډله په شل اوریزو سیالیو کې د پرلپسې ۱۱ سیرز «لړۍ» ګټلو ریکارډ پخپل نوم کړی و، خو پاکستان لوبډلې نېوزېلنډ ته په ماتې ورکولو ۱۱ لړۍ وګټلې او افغانستان سره یې ریکارډ مساوي کړ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x