
اسلام اباد: افغان او پاکستاني چارواکي د افغان کډوالو په ستونزو غږېږي
نن ټکی اسیا(سه شنبه ، ۱۵ لړم ، ۱۳۹۷ ل ): ټاکل شوې ده چې سبا په اسلام اباد کې د افغانستان او پاکستان چارواکي په هغه هيواد کې ميشتو افغان کډوالو د ستونزو په اړه خبرې وکړي.
دکډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وياند اسلام الدين جرئت وايي چې افغانستان په پاکستان کې ميشتو افغان کډوالو د ستونزو د دايمي حل په موخه له پاکستان سره خبرې کوي.
هغه وويل چې که څه هم اوسمهال په پاکستان کې له افغان کډوالو سره د نرمۍ چلند کيږي خو په وينا يې اوسمهال ۱،۲ ميليونه افغان کډوال په هغه هيواد کې د اوسېدو قانوني اسناد نه لري چې ددې ستونزې د حل په موخه به له پاکستاني چارواکو سره خبرې اترې وکړي. .
د ملګرو ملتونو له لوري د کډوالو چارو ادارې (یو.این .ایچ سي .آر) ویاند« نادر فرهاد» هم دا خبرې تائیدوي ، نوموړي وویل «تمه ده چې زموږ دا ناسته به د افغان کډوالو د ستونزو په راکمولو کې ښه اغېز ولري ، هغه که دلته ددوی د اوسېدلو په برخه کې وي یا د بېرته ستندېدلو په برخه کې ».
دغه غونډه وروسته له هغه جوړېږي څه موده وړاندې د پاکستان لومړي وزیر عمران خان په دې هیواد کې مېشتو هغو کډوالو ته چې په پاکستان کې په مهاجرت کې زېږېدلي د تابعیت ورکولو ژمنه وکړه .
یاده دې وي چې دا مهال په پاکستان کې څه باندې ۲.۶ میلیونه افغان کډوال ژوند کوي چې د هغوی له ډلې یې تر نیمايي زیات قانوني اسناد لري او پاتې ۱.۲ میلیونه یې لا هم په دې هیواد کې په ناقانونه توګه ژوند کوي.