افغانستان

کابل: د پوليسو له لوري په لاريون ډزې ۷ تنو ته مرګ ژوبله اړولې

نن ټکی اسیا(چهار شنبه ، ۱۶ لړم ، ۱۳۹۷ ل ): د کابل ولايت د بګراميو په ګوسفندرې سيمه کې امنيتي ځواکونو د ولسي خلکو کورونه نړولي او خلکو يې په اړه مظاهره کړې ده چې د پوليسو له لوري پرې ډزې شوي دي چې دوه تنه په کې وژل شوي او ۵ نور ټپيان دي.

لاريون کوونکي د کابل ښار په بګراميو سيمه کې سرک ته راوتلي وو او د کورونو د نړېدلو په غبرګون يې د دولت خلاف شعارونه ورکول او دا يې ظلم وبللو.

لاريون کوونکي وايي چې دغه زمکې یې په پيسو اخيستي او په خپله يې ابادي کړي دي او ځايي حکومتي چارواکي هم په جريان کې وو خو اوس يې کورونه نړيږي.

په دغه سيمه کې زيات خلک يې له پاکستان او د افغانستان له نا امنه سيمو څخه راکډه شوي دي او د ځان له پاره يې سرپناه جوړه کړې ده.

د بخت محمد په نامه يو تن مظاهره کوونکي وويل چې: مونږ سره خپلو پوليسو ظلم وکړ، مونږ بې وسلې وو او د امن په فضاء کې مو لاريون وکړ خو هغوی په مونږ ډزې وکړې او عام خلک يې مړه او ټپيان کړل.

د غلام علي په نامه يو تن چې له حالت نه ډير غريب بريښي په قهرېدلې لهجه وويل چې: «هر مسلمان غريب دی، د يو کور او یوې حويلۍ وس لري، خلک يې جوړ کړي او حکومت يې نړوي»

هغه زياتوي چې د هغې صحنې شاهد دی چې کوم وخت دا ځمکې پلورل کېدلې او خلکو اخيستلې چې سيمه ييزو چارواکو ورته لاسليکونه کړي او اجازه يې ورکړې ده خو نن يې ورانوي.

غلام علي زیاتوي چې حکومت به راته اول ويلي وو چې دلته ابادي مه کوئ، مونږ به نه کوله، اوس چې حکومت اجازه راکړې ده او اوس يې نړوي دا ظلم کوي.

د غلام رسول په نامه يو بل تن وايي چې زامن يې په دولتي وظيفو کې دي، د نا امنۍ له امله خپل وطن ته نشي تللی او دلته يې ځانته سرپناه جوړه کړې، هغه وايي چې مونږ نه کوم ظلم کړی دی او نه مو غصب کړی دی، خو د خپلو خواريو مزدوريو په پيسو مو دغلته يوه اندازه ځمکه اخيستې ده.

بل لور د کابل ګارنيزون د عمومي قومندانۍ افسر ډګروال محمد هاشم وايي چې په سيمه کې هيڅ داسې پيښه نه دی رامنځته شوې او حکومت د چا کورونه نه دي نړولي.

په دغه لاريون کې د وژل شويو او ټپي لاريون کوونکو په اړه د کابل امنيه قومندانۍ هم له څه ويلو ډډه کوي.

د يادونې وړ ده چې په افغانستان کې ډيری دولتي ځمکې د زورواکو له لوري غصب شوي دي چې وخت په وخت يې ولسمشر غني د هغوی له منګولو د ژغورلو امر کوي.

شنونکي وايي چې ولسمشر غني په افغانستان کې د زورواکو په خلاف ګام نه شي پورته کولی او ډيری وخت عام او ولسي خلک د ځمکو د غصب په نامه ځوروي او کورونه يې ورنړوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x