افغانستان

ناټو: روانه جګړه باید د خبرو له لارې حل شي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۶لړم، ۱۳۹۷ل): د ناټو عمومي منشي جینز سټولټنبرګ تېره ورځ په ناڅاپي سفر کابله ته راورسيد، چې نږدې مازیګر مهال له ډاکټر غني سره یو ځای خبري کنفرانس کې را ښکاره شو.

سټولټنبرګ وویل، ناټو د افغان سولې په برخه کې مسقیمه مداخله نه کوي خو ټینګار کوي چې روانه جګړه باید د خبرو له لارې حل شي.

هغه خبریالانو ته وویل، ناټو د سولې د هڅو ملاتړ کوي، خو په وینا يې دومره ځواک باید ولري چې طالبانو ته وايي چې په جګړه يې نه شي ګټلی.

د ناټو عمومي منشي د افغان ځواکونو تلفات ډېر وبلل او ويې ویل دوی د ټول هېواد د امنیت مسؤلیت پر غاړه اخیستی او د جګړې په لومړۍ کرښه کې دي، ځکه خو يې تلفات هم ډېر دي.

سټولټنبرګ ومنله چې حالات ښه شوي نه دي، خو په وینا يې دوی د خپلې روزنې، مشورې او تمویل لړۍ ته دوام ورکوي.

نوموړي زیاته کړه د وتلو لپاره اوس څه نه شي ویلی، خو د اړتیا تر وخته به په افغانستان کې پاتې وي.

سټولنټبرګ دعوه وکړه: «له شاوخوا نهه دېرشو هېوادونو د ۱۶زره هېوادونو عسکر د همدې لپاره راغلي، چې له تاسې [ډاکټر غني ته په خطاب کې] مرسته وکړي.»

د ناټو عمومي منشي په داسې حال کې د سولې د هڅو د ملاتړ خبر ورکوي، چې وړاندې تر دې د بهرنیو ځواکونو عمومي قومندان سکاټ مېلر هم ویلي و، چې د سیاسي حل وخت رارسېدلی دی.

تر هغه وړاندې د امریکا دفاع وزارت وویل، چې په افغانستان کې يې د پیل کړې ستراتېژۍ موخه سوله ده.

امریکا د افغان سولې لپاره زلمی خلیلزاد د ځانګړي استازي په توګه ټاکلی، چې له طالبانو سره مخامخ خبرو يې هیلې غښتلې کړې دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x