افغانستان

هند کې د افغانستان پخوانی سفیر، ولسشمریزو ټاکنو ته نوماندېږي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۶لړم، ۱۳۹۷ل): په هندوستان کې د افغانستان پخوانی سفیر شیدا محمد ابدالي وايي راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو ته نوماندېږي.

هغه چې نږدې میاشت وړاندې په هند کې له خپلې دندې استعفا ورکړه، ویلي و غواړي په هېواد کې د ننه کار وکړي.

شیدا محمد ابدالي چې د حامد کرزي له نږدې کسانو بلل کېږي، پخپله ټویټر پاڼه د نوماندۍ خبر ورکړی دی.

ټاکل شوې راتلونکې ولسمشریزې ټاکنې د را روان لمریز کال د وري میاشتې په وروستۍ ورځ ترسره شي.

د ولسمشریزو ټاکنو لپاره د شیدا محمد ابدالي تر څنګ، ډاکټر غني، ډاکټر عبدالله عبدالله، انوارالحق احدي، عمر داودزی، حنیف اتمر او رحمت الله نبیل هم په احتمالي نوماندانو کې یادېږي.

پرون (سه شنبه، ۱۵لړم) داکټر غني خبري کنفرانس ته وویل، ولسمشریزې ټاکنې به پر خپل وخت ترسره شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ابوالوفاء

دا خو په هند کي که يو څو هندوان وپېژني امکان لري، خو دلته يې هيڅوک نه پېژني، هو ولا هغه بله ورځ يې په ملاتړ د کندهار يوه بايسکل ساز او څو تنو پايلوچانو بانډار جوړ کړی وو. ښايي په دې خبرو کي بيا نامتو انسي شيطان څه موخه ولري. ها بله پلايې هم سياف، هلال، رحيم وردک او .. ورته ډرامې جوړولو ته ګومارلي او تېر ايستلي ول.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x