افغانستان

«نوې ملي جبهه» له «لوی ملي ائتلاف» نه بېله شوه

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۶لړم، ۱۳۹۷ل): د انوارالحق احدي په مشرۍ نوې ملي جبهه، د سیاسي ګوندونو له ګډ ائتلافه بېله شوه.

د دې جبهې ویاند سید جواد حسیني پرون خبري غونډې ته وویل، د نظام د بدلون په اړه د سیاسي ګوندونو له طرحې سره مخالفت يې د دې علت شو چې له ځان ترې بېل کړي.

هغه وویل، د نظام بدلون، د صدارت چوکۍ را منځته کول، د ولسمشر مرستیالان دريو ته زیاتول او داسې نور هغه موارد و، چې پراخه فاصله يې را پیدا کړه.

«لوی ملي ائتلاف» څو میاشتې وړاندې د روان کال د زمري د میاشتې په څلورمه نېټه خپل وجود اعلان کړ، چې ځينې ګوندونو او سیاسي څېرې يې برخه‌وال و.

په دې ائتلاف کې، ظاهر قدیر، همایون همایون، عطامحمد نور، صلاح الدین رباني، جنرال دوستم، انوارالحق احدي او ځینې نورې څېرې سره راټول شوي و.

سیاسي ګوندونو د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو د نوماندانو لپاره یوه طرحه برابره کړې، چې د نظام نږدې بشپړ بدلون پکې نغښتی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x