افغانستان

ډاکټرغني: ولسمشریزې ټاکنې به پخپل وخت ترسره شي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۶لړم، ۱۳۹۷ل): د ګډ حکومت یو مشر محمد اشرف غني وايي د ولسي جرګې ټاکنو د حکومت «اراده» ثابته کړه.

هغه چې پرون د ناټو عمومي منشي جینز سټولنټبرګ سره یو ځای رسنیو ته خبرې کولې وویل، ولسمشریزې ټاکنې بر پر خپل وخت ترسره شي.

ډاکټر غني وویل: «که مخکې چا شک درلود، نو د ولسي جرګې ټاکنو ورته ثابته کړه چې زموږ اراده محکمه ده او ټاکنې به پر خپل وخت ترسره کېږي.»

په داسې حال کې چې د ولسي جرګې ټاکنې لا هم له ناندریو نه دي وتلې، ډاکټر غني له کمیسیونونو غوښتي چې د خلکو باور وساتي.

که څه هم سیاسي ګوندونه د ټاکنو کمیسیون د دې وړ نه بولي چې ولسمشریزې ټاکنې مدیریت کړای شي، خو د ارګ مشر ورته هیله‌من دی.

دا په داسې حال کې دی چې د ټاکنو کمیسیون ویلي د ۴۵۴ مرکزونو رايې بېرته له سره شمېرې.

د دې مرکزونو چې د پنجشیر بشپړ ولایت پکې شامل دی، د رایو په اړه اعتراضونه ډېر شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x