افغانستان

اکرم خپلواک په سولې شورا کې له دندې استعفا ورکړه

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۶لړم، ۱۳۹۷ل): د سولې عالي شورا د دارالانشاء رییس محمد اکرم خپلواک له خپلې دندې استعفا ورکړه.

یو؛ تلویزون پخپله ټویټر پاڼه لیکلي، چې نوموړي نن (چهارشنبه، ۱۶لړم) خپله استعفا ورکړې ده.

تر اوسه د اکرم خپلواک د استعفا دلیل نه دی په ډاګه شوی.

اکرم خپلواک په داسې حال کې خپله دنده پرېږدي چې دوه ورځې وروسته مسکو کې د افغان سولې اړوند نړیواله ناسته کېږي.

په دې ناسته کې د سولې شورا یو پلاوی برخه اخلي، خو حکومت وايي دوی پکې ګډون نه کوي.

اکرم خپلواک چې د اشرف غني نږدې کس بلل کېږي، د تېر میلادي کال په اپریل میاشت کې د دې شورا د دارالانشاءرییس وټاکل شو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x