افغانستان

د پارلمان وکيل: اشرف غني د ځنګله رئیس دی

نن ټکی اسیا( چهارشنبه،۱۷ لړم، ۱۳۹۷): په ولسي جرګه کې وروسته له هغې د وکيلانو ترمنځ لفظي شخړو زور واخيست چې په ولسي جرګه کې د غزني استازي عارف رحماني اشرف غني ته د ځنګله د رئيس او افغانانو ته د حيواناتو خطاب وکړ.

د عارف رحماني په دې څرګندونو د ولسي جرګې وکيلان غبرګون وښوده او په تالار کې لفظي شخړو او شور زور واخيست.

عارف رحماني وويل چې ولسمشر پښتون او هزاره قومونه په خپل منځ کې په جنګ اخته کړي دي، داسې خلکو ته چې د ځنګل د
رئيس خطاب ونه شي نو څه ورته وويل شي؟

په دې اړه د ولسي جرګې وکيلانو خپل غبرګونونه وښودل او د رحماني دغه څرګندونې يې محمد اشرف غني او د افغانستان ولس ته سپکاوی وبللو او ويې ویل چې رحماني بايد له ولس نه بښنه وغواړي.

په ولسي جرګه کې د هلمند د خلکو ښځينه استازې ميرمن نسيمه نيازۍ وويل چې رحماني د افغانستان ولس ته سپکاوی کړی او د ځناورو خطاب يې ورته کړی دی او زياتوي چې زه فکر کوم چې نوموړی به خپله د خره، سپي، پيشو او يا ګيدړ يو ذات ته مربوط کيږي.

ميرمن نيازۍ زیاته کړه چې د افغانستان ولسونه انسانان دی او له ځان څخه د دفاع حق لري او بايد چې رحماني له ټول ولس څخه بښنه وغواړي.

د يادونې وړ ده چې د ولسي جرګې په غونډو کې زيات وخت په بيلابيلو مسائلو ناندرۍ راپورته کیږي چې ځينې وخت په کې لفظي شخړې په فزيکې شخړو بدليږي او وکيلان يو بل له ګريوانونو نيسي او يا هم د اوبو په بوتلونو ګوزارونه کيږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عظیمی

عظیمی: وکیل صاحب بده خبره نه کړی په دی چه په هغه ملک کی چه هر څه د زودواکو په لاس کی وی. قانون جوړوی او خپله یی ماتوی. دولت پر خپل تر لاس لاندو باندی وس نه لری. روزانه بیګناه خلک په چاپو، زندانو بمباریو ځانمرګی[ځوانمرګی] کی وزل کیږی. او زورواکی شخصی محبسونه لری او خپل حق باید درشوت په واسطه تر لاسه شی نو دی ته باید ځه ووایوو.لطفأ دغه د بیګانوو په واسطه پر افغانانو ټومبلی پارلمان او دوه سری حکومت دی یو بل نوم ورته رواج کړی. او امکان هم لری چه د رحمانی صاحب مطلب… نور لوستل »

جميل

څنګه ښه سنګينه او با شرفه ولسي نمايندګان دي. پخواهم يوې ويلي وه چي دا ولسي کور نه بلکه دحيوانانو غوجل دئ، دا ميرمن نسيمه رحماني پخپله هم شهادت ورکوي چي په رشتيا هم دا د حيوانانو کور دئ کنه ده ته به ئي د سپي او د خره د زوی خطاب نکولای. زه فکر نکوم چي د عارف رحماني مطلب دې د ځنګل نه ټوله افغانانستان او يا ټوله افغانان وي چي دئ دې له ټوله ولس نه بخښنه وغواړي ،پدي چي دا لعنتي غنی دافغانانو نماينده نه بلکه د همدي ځناورو نماينده دئ، دئ کاملاََ دا حق لري… نور لوستل »

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x