افغانستان

اسلام اباد: عافيه صديقي عمران خان ته ليک ليږلی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۶لړم، ۱۳۹۷ل): په امريکايي کې زندانۍ پاکستانۍ ډاکټرې عافيه صديقي ددې هيواد لومړي وزير عمران خان څخه د هغې خلاصون په اړه د اقدام غوښتنه کړې.

عافيه صديقي د پاکستان لومړي وزير عمران خان ته ليک ليږلی او په کې ليکل شوي چې: سزا يې غير قانوني ده او بايد په خلاصون کې يې مرسته وشي.

عافيه صديقي دا ليک تيره مياشت د امريکا په هيوسټن ايالت کې د پاکستان د کونسلګرۍ چارواکو ته هغه وخت وسپاره، کله چې هغوی د عافيه صديقي ملاقات ته ورغلي وو.

عافيه صديقي ويلي دي چې عمران خان پخوا هم زما ملاتړ کړی دی او اوس هم بايد له زندان څخه د خلاصون په اړه له ماسره مرسته وکړي، هغه زياتوي چې دا په ناقانونه توګه په زندان کې شپې تيروي او وايي چې اختطاف شوې ده او بيا امريکايانو ته سپارل شوې ده.

عافيه صديقي په دې ليک کې عمران خان خپل اتل ياد کړی دی او په ليک کې يې ورته ويلي دي چې د شاوخوا منافقانو منافقت ته ويښ اوسي؛ خو دا نه ده څرګنده شوې چې له منافقانو څخه دعافيې صديقې هدف څوک وو.

عافيه صديقي په ۲۰۰۳ زيږديز کال د مارچ په ۳۰ مه نېټه د پاکستان په پلازمينه اسلام اباد کې په يو ټيکسي کې له خپلو دریو بچيانو سره سفر کاوه د نامعلومو کسانو له لوري نيول شوې وه او تر نږدې يوې مياشتې يې معلومات نه و.

له يوې مياشتې وروسته امريکايي رسنيو خبر ورکړ چې نوموړې يې د تروريزم په تور نيولې ده.

د عافيه صديقې د خلاصون په اړه تر دې وړاندې هم د هغې کورنۍ اوعامو پاکستانيانو غږ پورته کړی دی خو پاکستاني چارواکو يې په اړه کوم ګام نه دی اخيستی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
حاجی اتانچی.

عافیه صدیقی خوری،الله ج د مل شه.عمران خان ایجړا ته هیله تمه مه کوه،جیل کی الله ج ته خپل احتیاجونه مخته کړه،بی له شکه الله ج په هر شی قادر دی. خوری،ته یی ژوندی امریکا ته وسپارلی.افغانان یی ژوندی په اورونو کی وسوزول.عربان یی څوک په ډالرو ژوندی ،او څوک یی په مرګ خرڅ کړل،بیا د اسلام ادعا هم کوی چه ګویا زه مسلمان یم، د ستا بدل به ما داسی اخستی وای، چه اسراییل به موپه اسلام اباد کی همدا د ایی ایس ا ی دفتر خوله ته ما دراولی وای،خو تشه لاسه ته می دښمن یی، هیڅ می… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x