fbpx

د طالبانو د وروستیو پوځي بریاوو ترشا …

شاهد (غزنیوال)

د طالبانو او امریکایانو ترمنځ د مذاکراتي بهیر له پیلیدو سره هم مهاله د هیواد په بیلا بیلو سیمو کې د طالبانو پوځي فعالیتونو شدت وموند.

په تیره له کله چې زلمي خلیل زاد افغانستان ته د سوله ییزماموریت په یوه لس ورځني سفر کابل ته راغی او تر هغه وروسته یې د ځینو ګاونډیو هیوادونو په چارواکو سربیره په قطر کې د طالبانو له سیاسي چارواکو سره هم وکتل.

د خلیلزاد تر سفر وروسته د طالبانو د تأسیسي مشر ملا محمد عمر(مجاهد) پخوانی مرستیال او د طالبانو یو ترټولو مهم مشر ملا برادر اخوند له ۸ کلن اسارت ورسته آزاد کړل شو.

له دې سره هم مهاله طالبانو وکړای شول په کندهار کې د خپل یوه نفوذي بریدګر په وسیله جنرال رازق خان او دوه تنه نور لوړرتبه دولتي چارواکي مړه او په لویدیځ زون کې د بهرنیو ځواکونو مشر جنرال جیفري سمیلي ، کندهار والی زلمی ویسا او یو شمیر نور بهرني او داخلي سرتیري ټپیان کړي.

وروستي تحولات څومره له مذاکراتي بهیر سره تړاو لري؟

د طالبانو او امریکایانو ترمنځ روان مذاکراتي بهیر چې پیل یې هم د امریکایانو لخوا شوی خو په عملي لحاظ د هغه پلي کولو ته د امریکایانو لخوا هیڅ ډول تعهد او ژمنتیا نه لیدل کیږي.

امریکایان لا په هماغه ډول په افغانستان کې خپلو جنګي وحشتونو ته دوام ورکوي او هره ورځ په خپلو بریدونو کې ولسي خلګ وژني چې د پکتیکا ولایت د ګیان ولسوالۍ وروستۍ پیښه یې یوه بیلګه ده چې د ښځو او ماشومانو په ګډون ورکې ۲۱ ولسي وګړي ووژل شول.

پر پوځي کړنو سر بیره امریکايي لوړ پوړي چارواکي او د ناټو مسؤلین هم په افغانستان کې د جګړې جارۍ ساتلو لپاره داسې څرګندونې کوي لکه چې یا بالکل له طالبانو سره د امریکا د سیاسي چارواکو د مذاکراتي بهیرله جریانه خبر نه وي او یا که خبر وي هغه ته هیڅ اعتناء نه لري.

خو طالبان هم سره له دې چې مذاکرتي بهیر ته د ژمنتیا په خاطر یې د سیاسي دفتر په تشکیل کې موثرې زیاتونې راوستې اما په پوځي لحاظ یې د امریکایانو او د هغوی د تحت الحمایه رژیم په خلاف خپل پوځي فعالیت تر پخوا زیات ګړندی ساتلی دی.

ځیني شنونکی د افغانستان په پوځي جبهه کې د طالبانو وروستۍ بریاوې د هغوي او امریکایانو ترمنځ د روان مذاکراتي بهیر محصول ګڼي، خو د جانبینو (امریکایانو ـ طالبانو) وروستیو کړنو ته په کتو سره دا تحلیل ناسم دی ځکه چې په جنګي لحاظ یوه جانب هم په خپل موقف کې ادنی نرمښت هم نه دی راوستی ، بلکې تر پخوايي لا تشدید کړی دی.

حقیقت دا دی چې د ګډ حکومت په مقابل کې د طالبانو وروستۍ بریاوې د کابل رژیم د بي نظمي، ګډوډي او بي اعتمادي محصول دي چې د خپل بیواکه مدیریت له وجې یې ټول امنیتي ، دفاعي او کشفي ارګانونه له مطلق فلج کیدو سره مخ او طالبان له همدې خلا څخه په استفادې سره د هغوي په منځ کې نفوذ کوي او خپله عملیاتي سلسله توده ساتي.

په کندهار کې د جنرال رازق او په هلمند کې د جبارقهرمان وژنې زمونږ د ادعاء ښکاره ثبوت دی.

د پوځي بریاوو اصلي لامل:

ښه مدیریت ، شعوري انګیزه او خپلو معتقداتو او مصالحو ته ژمنتیا له دښمن سره په مقابله کې د بریالیتوب اساسي مشخصات دي.

د طالبانو په مقابل کې د کابل رژیم جنګیدونکي ځواکونه له دغو دریو مشخصاتو څخه یو هم نه لري.

ځکه کوم امنیتي سرتیري چې له خپل نظام څخه د دفاع په نوم جنګیږي ، په ژوند کې د هغوي حقه استحقاقات د دوي د چارواکو لخوا غلا کیږي ، تر وژل کیدو وروسته یې جسدونه سرو لمرونو او درنده حیواناتو ته پاتي کیږي ، پر دې ټولو سربیره یې له پاتې کونډو او میرمنو څخه د هغوي د امتیازاتو ورکولو په مقابل کې د جنسي رشوت غوښتنه تري کیږي.

په دغسي یوه مایوسه کوونکي وضعیت کې چې دولتي سرتیري نه ښه مدیریت ولري ، نه انګیزه ولري او نه هم مادي او معنوي امتیازات ، له شکه پرته چې هغه د طالبانو په مقابل کې خپل جنګي مورال له لاسه وکوي او مخکي تر دې چې طالبان ورباندې برید وکړی دوی بي جګړې ورته د خپلو دست داشته امکاناتو په ورکولو سره ورته تسلیمیږي.

د فراه په دشت کوه ولسوالۍ کې د ستراتیژیک پوځي کنډک نیول هم د دولتي سرتیرو د تسلیمي یوه ژوندۍ بیلګه ده.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
عبدالولی (فهیم)
میلمه
عبدالولی (فهیم)

سلامونه د غلامی اداری هغه سرتیری چی له طالبانو سره جګړه کوی باید لګ د خوب نه راویښ شی او ځان پدی پوی کړی چی د څه دپاره جګړه کوی او هم ځان پدی پوی کړی چی زما له مرګه بعد کوم رقم سلوک زما کورنی سره کیږی . هغه کړنی چی پس د تا له مرګه ستا کورنی سره کیږی که په ژوندون یی ووینی نو هماغه ګړی به یا ځان ووژنی یا هاغه بیناموسه بی دینه کړغیړن مامور یا ریس به خامخا وژنی . نو ښه خبره داده چی د دی غلامی څخه د باید ټول دولتی سرتیری… نور لوستل »