fbpx

سهار وختي ویښيدونکې میرمنو کې د «تي» سرطان امکان کم لیدل کیږي. څیړنه

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۶ لړم، ۱۳۹۷ل): نوې څيړنې ښيي په هغو میرمنو کې چې سهار وختي له خوبه ویښیږي د هغو په پرتله چې ناوخته ویښيږي په «تي» سرطان ناروغۍ کمې مونودل کیږي.

د انګلستان د بریستول پوهنتون پوهان په دې اړه څیړنې ترسره کړي، دوی د بیو بانک او تي/سینې سرطان د نړیوالې ټولنې په چوکاټ د ۴۰۰ زرو میرمنو جنیتیک معلومات څیړلو نه وروسته موندلې ده چې هغه میرمنې کومې چې له سهار له خوبه وختي پاڅیږي او په کار پېل وکړي د ناوختو پاڅېدونکو په پرتله د سرطان ناروغۍ ګواښ سره نه مخ کیږي.

که څه هم پوهانو ددغې څیړنې اصلي لامل نه دی په ډاګه کړی خو زیاته کړې یې ده چې د شپې له اوه یا اتو ساعتونو څخه زیات خوب د هر ساعت په زیاتوالي د ناروغۍ ګواښ سلنه هم زیاتوي.

ددغې څیړنې په پایله کې وموندل شوه چې د شپې ښه خوب او سهار وختي ویښیدونکې میرمنو کې د ناوخته خوب او ناوخته ویښيدونکو په پرتله ۴۸ سلنه د سرطان اخته ګواښ کم ښودل شوی.

ددې دویم لامل پوهانو دا ښودلی چې کومې میرمنې سهار وختي خپل کارونه سر ته رسوي او بدن ته فعالیت ورکوي، هغوی د شپې لخوا په ښه او ارام خوب بیدیږي، چې له کبله یې سهار وختي په ویښېدلو کې خورا ښه مرسته کوي، خو ددې برعکس د سهار پرځای خپل کارونه د ورځې په وروستۍ برخه کې سر ته رسول د خوب خرابوالي لامل کیږي چې په تي سرطان د اخته کیدو ګواښ زیاتوي.

ددغې څیړنې څخه هغه پخوانۍ څیړنه چې ویلي یې وو د شپې په مصنوعي رڼا کې زیات وخت کار کول د ورځې په طبیعي رڼا کې د کار کوونکو په پرتله پر سرطان زیات اخته کیدونکي وي هم ثابته شوه، ځکه د شپې ناوخته پورې په مصنوعي رڼا کې ویخ پاتې کیدل ناروغۍ رامنځته کوي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د