افغانستان

فراه: د طالبانو په برید کې اته پوليس وژل شوي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۶لړم، ۱۳۹۷ل): د فراه ولايت چارواکي وايي چې طالبانو په دې ولایت کې د پوليسو په پوستې بريد کړی چې له امله يې اته تنه پوليس وژل شوي او څو نور ټپيان دي.

د فراه د ولايتي شورا غړی دادالله قانع وايي چې طالبانو تيره شپه د فراه ولايت په مرکز کې په يوه امنيتي پوسته بريد وکړ چې په نتيجه کې يې اته تنه پوليس وژلي او څو نور ټپيان کړي دي.

قانع وايي چې په ياده پوسته طالبانو بريد وکړ او د څو ساعتونو له پاره پرې جګړه روانه وه چې دغه مرګ ژوبله رامنځته شوه.

وړمه ورځ هم په دې ولایت کې د ايران سرحد ته نژدې د سرحدي ځواکونو په يوې قرارګاه د طالبانو له لوري بريد شوی و چې په نتيجه کې يې ۲۰ امنيتي سرتيري وژل شوي او ۲۰ نور طالبانو له ځان سره بيولي وو.

طالبانو هم ويلي دي چې د فراه ښار په ورودي پوسته يې بريد کړی دی چې له امله يې ۷ تنه پوليس وژل شوي او څو تنه نور ټپيان دي.

د يادونې وړ ده چې په دې وروستیو کې د طالبانو په بريدونو کې په بې سارې توګه زیاتوالی راغلی دی چې له امله يې افغان امنيتي ځواکونو تلفات هم زيات شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x