fbpx

له تېرو یوولسو پرلپسې ماتو وروسته به نن پاکستان نیوزېلنډ ته ماتې ورکړي؟

نن ټکی اسیا (۱۶ لړم، ۱۳۹۷ل): د پاکستان او نیوزېلنډ ترمنځ له درې شل اوریزو سیالیو سیریز «لړۍ» وروسته نن چهارشنبه د درې یو ورځنیو سیالیو سیریز په عربي اماراتو کې پېلیږي.

نیوزېلنډ لوبډله توانېدلې په تېرو څلورو سیریزو او ۱۱ پنځوس اوریزو سیالیو کې پاکستان لوبډلې ته ماتې ورکړي، خو د عربي اماراتو په کنډیشن کې پاکستان لوبډله ښه ثابته شوې.

پاکستان لوبډله په شل اوریزو سیالیو کې په تېره نږدې کې ښه ریکارډ لري او یو شمېر بریاوې یې خپلې کړي دي خو له دې سره هم په پنځوس اوریزو لوبو کې ښه ریکارډ نه لري.

په تېر اسیا جام کې یې له هند څخه دوه او بنګلدیش څخه یوه ماتې وخوړه، او د افغانستان پر وړاندې سیالۍ کې یې هم په وروستي اور کې په سخته بریا خپله کړه.

د پاکستان کرېکټ ملي لوبډله تر ۲۰۱۹م نړیوال جام پورې نورې ۱۸ سیالۍ لري، په دې لیست کې د افغانستان لوبډله هیڅ کومه نړیواله سیالۍ نه لري.

د یادونې ده چې د پاکستان او نیوزېلنډ ترمنځ ۱۰۳ نړیوالې پنځوس اوریزې سیالۍ ترسره شوي، چې ۵۳ پاکستان او ۴۷ نیوزېلنډ ګټلې دي، یوه لوبه مساوي او دوه بې پایلې سر ته رسیدلي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د