غزني: طالبانو په جاغوري ولسوالۍ له څلورو لوريو بریدونه پيل کړي

نن ټکی اسیا( چهارشنبه،۱۷ لړم، ۱۳۹۷): طالبانو د غزني ولایت په جاغوري ولسوالۍ له سهار راهيسې له څلور لوريو بريدونه پيل کړي دي چې لاهم دوام لري او دا ولسوالۍ يې د سقوط له ګواښ سره مخ کړې ده.

د غزني د ولایتي شورا غړي وايي چې طالبانو نن سهار وختي له څلورو لوريو د غزني په جاغوري ولسوالۍ بريدونه کړي دي چې لاهم دوام لري او دغه ولسوالۍ يې سقوط ته نږدې کړې ده.

د غزني د ولايتي شورا غړی خالقداد اکبري رسنيو ته وويل چې طالبانو نن سهار شاوخوا درې بجې د ګيلان ولسوالۍ څخه په جاغوري ولسوالۍ بريد کړی دی او د حوت قل په سيمه کې يې دوه نظامي قرارګاوې او له مقر ولسوالۍ سره په پوله پروت داود کلی هم نيولی دی.

اکبري وويل چې طالبانو په عسکرو غږ وکړ چې تسليم شي ترڅو ونه وژل شي او ولسي خلکو ته يې په خپلو کورونو کې د اوسېدو سپارښتنه کړې ده.

اکبري وويل چې ددغې جګړې له پاره د تازه دمو سرتيرو د ليږلو غوښتنه شوې ده خو په وينا يې «له دروغو پرته يې د بل څه ځواب نه دی اورېدلی».

خو د ولسمشرۍ ماڼۍ وياند شاه حسين مرتضوي په خپله فيسبوک پاڼه ليکلي دي چې «د دښمن د ځپلو په موخه الوتکې د جاغوري په فضاء کې دي»

په دغه جګړه کې د دولتی سرتيرو د تلفاتو دقيق ارقام څرګند نه کړ خو زياته يې کړه چې تلفات زيات دي.

څو شيبې وړاندې په کابل کې د غزني ولايت مدني فعالان راټول شوي وو او د يو رسنيز کانفرانس له لارې يې ددې ولايت د ناامنۍ او د حکومت دغفلت په اړه شکايت کاوه.

مدني فعالانو ويل چې له سهار راهيسې جګړه شروع شوې ده او له مرکزي حکومت څخه د مرستو او تازه دمو سرتيرو غوښتنه کيږي خو دوی هيڅ نه کوي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د