نړۍ

د سعودي د پخواني پاچا فهد زوی عبدالعزيز له يو کال غیاب وروسته ښکاره شوی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۶لړم، ۱۳۹۷ل):  د شاهي کورنۍ غړي شهزاده نواب بن فیصل بن فهد په خپل ټويټر کې د خپل تره شهزاده عبدالعزيز بن فهد بن عبدالعزيز يو انځور خپور کړی دی.

د شاهي کورنۍ غړي وايي، چې دغه انځور نوی دی، چې ورسره د هغه دواړه وروڼو شهزاده سلطان او شهزاده محمد بن فهد هم ښکاري.

شهزاده عبدالعزيز بن فهد تېر کال له هغه وروسته تري تم شو، چې په خپلو ټويټر پيغامونو کې يې د متحده عربي اماراتو پر سياست او ولي عهد محمد زاید توندې نيوکې کړې وې.

د شنبې په ورځ سعودي چارواکو شهزاده خالد بن طلال د ملياردر سوداګر شهزاده وليد بن طلال ورور هم له نږدې يوه کال بند وروسته خوشې کړی و.

د عبدالعزیز بن فهد او شيخ خالد بن طلال په ګډون د شاهي کورنۍ  لسګونه غړي او حکومتي چارواکي له تېر يوه کال راهيسې په زندان کې وو، چې ځينې يې څه موده وړاندې له حکومت سره د جوړجاړي له مخې خوشې شوي او ځينې نور يې اوس په داسې حال کې خوشې کيږي، خو د سعودي حکومت د يمن جګړې او د جمال خاشقجي د وژنې له امله له سخت نړيوال فشار سره مخ دی.

سعودي حکومت تر اوسه د شيخ خالد او عبدالعزيز بن فهد د نيولو او يا هم خلاصون په اړه څه نه دي ويلي.

خو وال سټريټ ژورنال ليکلي، چې شيخ خالد بن طلال هم د نورو دوو سوو شهزادګانو او چارواکو په څېر د رياض په پنځه ستوريز هوټل کې بندي و او اوس را خوشې شوی دی.

سعودي سرچينې وايي، چې د سعودي ولي عهد محمد بن سلمان دا کسان د دې لپاره خوشې کړي، چې په شاهي کورنۍ د اختلافاتو د زياتوالي مخه ونيسي او په عين حال کې پر خپل حکومت د خاشقجي د وژنې فشارونه تر خپل توانه راټيټ کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x