fbpx

د بریالیو انسانانو لس غوره عادتونه

ژباړن: شعیب شاهین

بریالیتوب یعنې څه؟

د هر انسان لپاره بریالیتوب بیلابیلې معناوې لري، د ځینو لپاره کیدی چې پیسې ګټل او میلیونر جوړیدل د بریالیتوب په معنی وي، همدارنګه د یوه  ورزشکار لپاره کیدی شي مډال ګټل او یا هم د قهرمانی لقب خپلول بریالیتوب وي، او همدارنګه د ځینو لپاره کیدی شي روغتیا او خوشاله ژوند بریالیتوب وي. بریالیتوب چې ستاسو لپاره په هره معنی وي، د بریالیو انسانانو دا لس غوره عادتونه کیدی شي چې له تاسو سره ستاسو د موخو د ترلاسه کولو په لار کې مرسته وکړي.

۱.  بریالي انسانان لومړی خپلې موخې ټاکي

کله به هم داسې یو بریالی کس پیدا نه کړې چې د خپل ژوند موخې نه وي ټاکلي او بریالیتوب ته رسیدلی وي. ځکه چې د دې چانس چې به بغیر له دې چې خپلې موخې ټارګټ کړې بریالیتوب ته رسیدل تقریبا ناشونې ده. کله چې ته نه پوهیږې په کومه روان یې او چیرته تلل غواړې نو په پایله کې به ته داسې یوځای ودریږي چې تا کله هم نه وي پلان کړي.

هر هغه څوک چې د بریالیتوب په لټه کې وي د  هغه لپاره د موخو ټاکل لومړیتوب لري. خپلې موخې او اهداف په ښکاره ډول تعریف کړه چې هغه څه دي چې ته یې په ژوند کې حاصلول غواړې.

او همدارنګه دا هم ښکاره کړه چې له کومو لارو غواړې او له کومو لاروکولی شې چې خپلو موخو ته ورسیږې. دا هم باید روښانه کړې چې ولې هلته تلل غواړې. کله چې ستا دلایل قوي او پیاوړي وي نو هرکله چې په دې لاره کې له ستونزو سره مخ شې نو دا وخت به له تاسره د وړاندې تګ لپاره دلایل موجود وي او ته به کله هم ماتې ونه منې.

۲.  هغوی خپل د ژوند مسؤلیت په خپله په غاړه اخلي

د بریالیو انسانانو یو بل تر ټولو غوره او ښه عادت داده چې هغوی د خپل په ژوند کې د خپل بریالیتوبونو او ماتو مسؤلیت په خپله مني. د  ډیریو انسانانو په خلاف هغوی کله هم ځان ته نابریالي (ناکام) خطاب نه کوي. کله چې څه د هغوی په ګټه تمام نه شي کله هم نورو ته ګوټه نه نیسي.

هغوی له هرې ماتې وروسته یو نوی درس زده کوي چې بیا کله هم په ژوند کې دا ډول غلطي تکرار نه کړي. ځکه نو خپله ډيره انرژي په حال مصرف کړئ او د راتلونکې لپاره برنامه جوړه کړئ. له هرې ماتې وروسته له ځانه وپوښتئ چې زه له دې ماتې څخه څه ډول درس اخیستلی شم؟ هیڅکله په ماضی کې ژوند مکوه او کله هم ځان مه ملامتوه چې ته لا تراوسه ولې هغه ځای ته چې باید رسیدلی وې نه یې رسیدلی.

په یاد ولره چې ټول انسانان ضرور په ژوند کې له ماتې سره مخ کیږي او دا د هغوی کار ده چې له ماتې وروسته نور مقصر بولي، له دې ټولو خپل ذهن خالي کړئ او یوځل بیا د وړاندې تګ تابیا وکړئ او پر مخ ولاړ شئ. بغیر له دې چې دا په ذهن کې ولرئ چې څه راسره وشول خپل فکر او سوچ په دې راټول کړئ چې اوس څه باید وکړم.

۳. هغوی ډير با دسپلینه او منظم خلک دي

د بریالیو خلکو یواځينی تر ټولو ستره ځانګړنه د هغوی ډیسپلین او نظم ده، د دې په واسطه هغوی کولی شي چې په دوامداره توګه پر مخ ولاړ شي. چا چې په خپل ژوند کې نظم او ډیسپلین پلۍ کړی وي هغوی یې په خوند ښه پوهیږي.

کله چې تاسو یواځې شئ آیا تاسو به دا غوره کړئ چې مجازي نړی لکه فیسبوک او یا تویټر ته سر ورښکاره کړئ او یا هم په یوټیوب کې ځینې بې ارزښته ویډیو ګانې وګورئ یا د خپلې راتلونکې د ښه والي لپاره یو اړین او ضروری کار ترسره کړئ؟ دا چې موږ څنګه کولی شو چې په خپل ژوند کې نظم او ډیسپلین راولو؟ دومره ستونزمن کار نه ده دا هغه وخت شونې ده چې کله ته روښانه او ښکاره موخې، له معنی او مفهوم څخه ډک اهداف ولرې.

۴. هغوی په خپل ځان باندې کار کوي

کله هم موږ د دې ادعا نه شو کولی چې موږ دې په خپل ژوند کې خامخا بریالي شو تر هغې چې موږ په خپل ځان کې د بدلون راوستلو اراده ونه لرو او ځان بدل نه کړو. د انسان طبعیت همدا ده چې باید تل وده وکړي او همیشه مخ پر مخ ولاړ شي.

هڅه کوئ چې نوي شیان زده کړئ او خپل ذهن تل پراخه وساتئ، د استادانو، د غږیزو کتابونو او همدارنګه د مطالعې په مرسته تاسو کولی شئ چې ډیر څه زده کړئ. څومره چې ډیره زده کړې وکړې ډیر څه به لاس ته راوړې، هم له مالي پلوه او هم له معنوي پلوه.

۵.  هغوی ډیره زیاته مطالعه کوي

د بریالیو خلکو یو ګډ عادت چې هغوی ټول ورسره مینه لري هغه مطالعه او لوستل دي. د پرمختګ په دې دور کې چې ډیری خلک حتی دوه دقیقې ځان ته نه شي تیرولی، خپل مبایلونه راپورته کړي او سیده ټولنییزو رسنیو ته وردرومي چې هلته خپل یو انځور پورته کړي او دا ښکاره کړي چې نور له یواځیتوب نه او همدارنګه له ژوند نه په تنګ راغلی.

بریالی انسانان بیا داسې نه وي، هغوی تل په دې خوشاله وي چې د یوڅه وخت لپاره یواځې شي، د یو څه وخت لپاره فرصت په لاس ورشي چې یو کتاب ولولی او یا هم څه واوري تر څو د هغوی فکر غنی او پوهه یې لا ډیره شي تر څو راتلونکې لپاره ترې کار واخلي.

که چیرې ته په مطالعه عادت نه یې او مطالعه نه شې کولی او یا هم د کتاب لوستلو لپاره کافي وخت نه لرې نو له غږیزو کتابونو کار واخله، په خپل موټر کې، کار ځای کې او همدارنګه حتی په حمام کولو په وخت کې کولی شې له هغوی کار واخلی او هغه وخت چې اکثرا ضایع کیږي بیرته راخپل کړې.

۶. هغوی خپل وخت په ډیره ښه توګه استعمالوي

د بریالیتوب لپاره د وخت مدیریت او وخت په ښه توګه کارول ډیر اړین دي. ناکام او ماتې منونکي خلک تل کارونه وروسته غورځوي او د هر کار لپاره توجیه لټوي.

خو بریالي هغوی بیا ځان فشار نه مني خپل ټول هغه کارونه چې لومړیتوب لري د لست په سر کې او هغه چې لومړیتوب نه لري هغوی ته د لست په پای کې ځای ورکوي.

دوی په دې ښه پوهیږي چې کوم کارونه مهم دي او د هغوی لومړی تر سره کول ښې پایلې لري. بریالی خلک له مخکې برنامه او پلان جوړوي، ورځې، اونی، میاشتې له مخکې پلانوي او ډیر ښه پوهیږي چې د خپلو موخو ته د رسیدلو لپاره څه کول په کار دي.

۷. هغوی په ځان خطر اخلي

که ته چیرې د الوتکې ټکټ وانخلې نو ته به لــه یوځــای څخه بــلځای څڼګه ورسیږې. که تاسو ستونزې او کړاوونه په ځان ونه منئ نو  سترو موخو ته رسیدل شونې نه ده. ځکه د بریالیتوب لار له ستونزو، کړاوونو څخه ډکه ده.

بریالی خلک په دې پوهیږي چې د خپلو موخو ته د رسیدلو په  لار کې داسې وخت هم راځي چې موږ باید په ځان خطر ومنو او همدارنګه د یو څه د لاسه ورکولو جرأت هم ولرو. خو له بده مرغه  ډيری خلک د ناکامي او ماتې له ویرې د کړاوونو منلو ته تیار نه دي.

۸.  ماتې او موانع د هغوی مخه نه شي ډب کولی

هغوی چې کله ماته وخوري او یا هم له یوې موانع سره مخ شي بیا هم خپلې هڅې نه پریږدي او د ځان لپاره یوه نه یوه لاره ضرور پیدا کوي. هر انسان په دنیا کې چې په دې لټه کې وي چې په خپله خوښه ژوند وکړي په دې لاره کې خامخا له ماتې سره مخ کیږي ځینې کیدی شي په دې لاره کې خپل هرڅه له لاسه هم ورکړي.

خو بیا هم خپل وړاندې تګ ته دوام ورکوي او په مخ ځي هغوی پوهیږي چې ژوند د همدې لپاره جوړ ده او هغه باید د یوه مبارز ژوند وکړي نه د یوه خوبوړي. هغوی په دې باور دي چې په ژوند کې هر وخت شونې ده چې د بریالیتوب پله درنه شي.

۹. هغوی د ځان لپاره خامخا یوه لاره پیدا کوي

بریالی انسانان د ځان لپاره خامخا یوه لاره پیدا کوي. د ژوند ناخوالېاو د وړاندې تګ په لار کې خنډونه کله هم د هغوی حوصله نه شي ټیټولی، هغوی له هر ډول ستونزو سره د مقابلې لپاره تل چمتو وي که هر څومره ستونزمن هم وي بیا هم د ځان لپاره یوه نه یوه لاره پیدا کوي.

هغوی له ځان له ځان سره پریکړه کوي چې که هرڅه اړتیا وي حتی زما خپل ژوند په دې لاره کې اړتیا شي هم تیار وي. ځکه دا دنیا د ژوند کولو ځای دی نه د ویدیدلو او ژوند کول هم هغسې چې ستا خوښه وي.

۱۰.  هغوی هغه څه کوي چې ورسره مینه لري

که چیرې تاسو داسې یو کار کوئ او یا هم تاسو په داسې یوې چاره کې بوخت یاست چې ستاسو هغه نه خوښیږي نو کله هم د دې ادعا نه شئ کولی چې تاسو بریالي یاست. د پیسو لپاره د خپل د ژوند ډیری وخت په داسې یوه کار ضایع کول چې تاسو اصلا ورسره مینه نه لری دا په حقیقت کې بریالیتوب نه ده بلکه دا د روح عذابول دي.

که اړتیا وي چې تاسو باید داسې یوه دنده وکړئ چې هغه له تاسو سره ستاسو موخو ته د رسیدلو په لار کې مرسته کوي هغه کار وکړئ خو کله همه خپلې موخې د داسې کار قرباني نه کړئ.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د