
طالبانو په فراه ولایت کې نیولي عسکر بیرته خوشي کړي
نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۶لړم، ۱۳۹۷ل): طالبانو په فراه ولایت کې ۳۷ تنه نیول شوي عسکر بیرته خوشي کړي دي.
د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي نن ټکی اسیا ته په یوې رالیږلي خبرپاڼه کې ویلي چې دغه عسکر د تیرو څلورو میاشتو په موده کې نیول شوي وه.
د نوموړي په وینا دوی تېره ورځ د بکوا ولسوالۍ په یوه اړونده سیمه کې وروسته تر هغه خوشي شول کله چې يې تعهد وکړ چې بیا به د دولت لیکو ته نه ورګرځي.
د نوموړي په وینا یاد کسان د شیخ هبة الله اخوندزاده په امر او د عفوې په فرمان خوشي شوي دي.
یوسف زیاته کړې چې یادو کسانو په څلور میاشتو کې د یوه منظم تقسیم اوقات له مخې دیني او اخلاقي زده کړي تر سره کړې.
او زیاته یې کړه چې د هغو بندیانو څخه چې تېره ورځ د فراه ولایت په پشترود ولسوالۍ کې نیول شوي وه، شپږ تنه یې ټپيان وه، چې د انساني همدردي له مخې يې سره صلیب ادارې ته وسپارل او ازاد یې کړل.
باید وویل شي چې تېره ورځ طالبانو د فراه ولایت په پشترود ولسوالۍ کې د یوه کنډک څخه چې تر پنځوس زیات عسکر په کښي وه ، ۲۲ کسان یې ژوندي ونیول او نور یې ووژل شول او یا په تیښته بریالي شول.
طالبانو په دغه جګړه کې په زیاته اندازه وسله هم غنیمت کړې وه.