fbpx

غزل – ابراهیم صیاد

مخ د یار نه وه ، ماته شوې آینه پرته وه
وران دیوالونه دړې وړې دروازه پرته وه

ویل ملګرو له طالبه په میراث کې پاتي
یوه ګمنځه یو مسواک یوه چانټه پرته وه

خلک اوزګار نه وه قبرو ته خلکو مړي کتل
د چا انګړ د چا جمات کې جنازه پرته وه

ویل یې مه یې رانه وړی زړه به مې ترک وچوي
یوه مورکۍ د خپل شهید زوی په سینه پرته وه

رب ته یې پورته کړه لاسونه ربه ما هم واخلې
رب ته یې وکړې ژړاګانې په سجده پرته وه

کلی بمبار وه د واده د کاله دا نښې وې
د پیغلو ماتې ماتې ګوتې او چمبه پرته وه

داسې یو درد وه چې په شونډو یې تعبیر نه کیده
داسې یو درد وه چې لیمو کې یې کیسه پرته وه

د زړه سکروټې یې تازه کړې د غمونو پوکي
په اسویلو کې د صیاد د زړه لمبه پرته وه

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د