
د فرانسوي ولسمشر د قتل پلان په تور شپږ تنه نيول شوي
نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۶لړم، ۱۳۹۷ل): د فرانسې د ولسمشر ايمانويل ماکرون د قتل د پلان په تور شپږ مشکوک کسان نيول شوي دي.
فرانسوي رسنۍ وايي، چې د استخباراتي ادارې «ډي جي ای ايس» د پلټونکو عملياتو پر مهال په درې ځايونو کې د يوې مېرمنې په ګډون يې شپږ مشکوک کسان نيولي، چې عمرونه يې د ۲۲ تر ۶۲ کلونو ترمنځ دي او غوښتل يې، چې ولسمشر مايکرون ترور کړي.
د فرانسې د کورنيو چارو وزارت وايي، چې نيول شوي مشکوک کسان ټول د ښي اړخي ګوند سره تړاو لري او د روانو څېړنو د راز له امله يې رسنيو ته په دې اړه نور جزيات نه دي ورکړي.
دا مشکوک کسان په داسې حال کې نيول شوي، چې د يکشنبې په ورځ ولسمشر مايکرون په يوې مرکې کې ښي اړخی ګوند د حکومت او فرانسې لپاره ګواښ بللی او زياته کړې يې وه،و چې د بې پرواهۍ له امله د شلمې پېړۍ په پيل کې د المان هيټلر او د ايټالیا ميسيوليني ته لاره اواره شوې وه.
د يادونې وړ ده، چې د ۲۰۱۷ کال په جولايي مياشت کې د يوې رسمي غونډې پر مهال هم پر ولسمشر مايکرون د وژونکي برید هڅه شوې وه او د دغه جرم په تور يو ۲۳ کلن ځوان نيول شوی و.
د فرانسې د کورنيو چارو وزير کرسټوفي کيسنر ويلي، چې د وسله والو بريدګرو د بریدونو له امله جدي امنيتي تدابیر نيول شوي او دغه ګواښونه له ښي اړخو او کيڼ اړخو دواړو ګوندونو دي.
د روان کال په جون مياشت کې د ښي اړخي ګوند لس غړي پر مسلمانانو د بريدونو په تور نيول شوي وو.