نړۍ

امريکا ټاکنې: ولسي جرګه کې د ديموکراټانو او مشرانو جرګه کې د جمهوري پلوو اکثريت شو

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۶لړم، ۱۳۹۷ل): د امریکا د منځمهالو ټاکنو د لومړنيو پايلو له مخې د ولسي جرګې اکثريت ديموکراتانو ګټلی او د مشرانو جرګې اکثريت واکمن جمهوري پلوو ترلاسه کړی او دې سره د کانګرس واک د دواړو ګوندونو ترمنځ تقسيم شوی دی.

امريکايي رسنيو د منځمهاله ټاکنو لومړنۍ پايلې خپرې کړي او زياتوي، چې اپوزيسيون ديموکراتانو ګوند په ولسي جرګه ۲۲۲ څوکۍ ګټلي او په مقابل کې يې جمهوري پلوو ۱۹۹ څوکۍترلاسه کړي او دغې بريا د تېرو اتو کلونو پر مهال په ولسي جرګه کې د جمهوري پلوو اکثريت ته د پای ټکی کېښود.

او په مشرانو جرګه کې جمهوري پلوو ډېرې څوکۍ ګټلي، تر اوسه په کې ۵۱ څوکۍ جمهوري پلوو ګټلي، ۴۵ يې ديموکراتانو او يو د شمېر څوکيو په اړه به د روانې مياشتې په اخره کې رايې واچول شي.

په نننيو منځمهالو ټاکنو کې د ۳۶ ایالتونو د واليانو ټاکنې هم وې او لومړنۍ پايلې وايي، چې د فلوريدا په څېر مهمو اياليتونو کې جمهوري پلوه تر ديموکراتانو مخکې دي.

په ولسي جرګه کې د ديموکراتانو اکثريت به د ولسمشر ډونلډ ټرمپ لپاره سرخوږی جوړ کړي او له قوي اپوزيسيون سره به مخ شي.

امريکايي رسنۍ وايي، چې په ولسي جرګې کې د ديموکراتانو اکثريت د ټرمپ لپاره ماتې بلل کيږي؛ ځکه هغه به د قانون جوړونې او خپلو پلانونو په اړه د اپوزيسيون له ننګونو او مخالفتونو سره مخ وي او راتلونکي پاتې دوه کاله به ورته ستونزمن وي.

د ټاکنو څارونکو بنسټونو ويلي، چې د ۲۰۱۴ منځمهالو ټاکنو په پرتله په نننۍ ټاکنو کې د خلکو ګډون زيات و، چې  اټکل شوی شمېر يې ۱۰۵ميليونه ښودل شوی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x