fbpx

کرېکټ: ټرینټ بولټ پر پاکستان د ویکټو هیټریک وکړ

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۶ لړم، ۱۳۹۷ل): د پاکستان او نیوزېلنډ لوبډلې پر وړاندې په یو ورځینۍ سیالۍ کې چې اوسمهال دوام لري د نیوزېلنډ لوبډلې تکړه توپ اچونکي ټرینټ بولټ په دویم اور کې درې پرلپسې لوبغاړي وسوځول.

په دغه سیالۍ کې چې پاکستان لوبډلې د نیوزېلنډ لوبډلې لخوا ټاکل شوی هدف پوره کولو، ټرینټ بولټ د فخر زمان، بابر اعظم او محمد حفیظ ویکټې پرلپسې وسوځولې او هیټریک یې وکړ، نوموړی د نیوزېلنډ لخوا په هیټریک کولو کې درېیم لوبغاړی شو.

نن د پاکستان او نیوزېلنډ ترمنځ لومړۍ یو ورځنۍ سیالۍ ترسره کیږي چې په کې نیوزېلنډ لوبډلې پاکستان لوبډلې ته د ۲۶۷ منډو هدف وټاکه، روس ټیلر ۸۰ او ټام لیتم ۶۸ منډې جوړې کړې. د پاکستان لخوا شاهین افریدي او شاداب خان ۴-۴ ویکټې واخیستې.

په ځواب کې د نیوزېلنډ لوبډلې چپ لاسي توپ اچونکي ټرینټ بولټ په درېیم اور کې د پاکستان لوبډلې درې تکړه توپوهونکي (فخر زمان، بابر اعظم او محمد حفیظ) په درې توپونو وسوځول او هیټریک یې هم پوره کړ.

اوسمهال پاکستان لوبډلې په ۲۷ اورونو کې ۱۰۱ منډې جوړې کړي او ۶ لوبغاړي يې لاسه ورکړي دي، دوی ته په ۱۳۸ توپونو د ۴ ویکټو په لرلو ۱۶۶ منډو اړتیا ده.

یاده دې وي چې په یو ورځنیو سیالیو کې زیات هیټریک کونکی د سرېلنکا توپ اچونکی لاست ملنګا دی چې تر دې دمه یې ۴ هیټریکونو وهلي دي، ټرینټ بولټ د نیوزېلنډ لخوا درېیم لوبغاړی شو چې د ویکټو هیټریک کوي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د