نړۍ

پاکستان د توهین رسالت په تور مجرمه انجلۍ له زندانه خوشي کړه

نن ټکی اسیا (پنج شنبه، ۱۷ لړم ۱۳۹۷): د پاکستان جیو تلویزون خبر ورکړ چې نن د شپې ناوخته د ملتان ایالت له ښځینه زندان څخه د آسیه بی بي په نوم هغه عیسوۍ ښځه خوشي سوه چې د توهین رسالت په تور په اعدام محکومه وه.

یادي رسنۍ د زندان د چارواکو له قوله ویلي چې نن چهارشنبه د ورځي په اوږدو کې زندان ته د نوموړې د خلاصون په اړه مکتوب صادر شوی وو، چې د شپې ناوخته یې هغه له زندانه آزاده کړه.

دغي نجلۍ په ۲۰۰۹ کال کې د يو شمېر خلکو پر وړاندې د پيغمبر عليه السلام په شان کې سپکاوی کړی و، چې بیا یې محکمې ته په خپل جرم اعتراف وکړ او محکمې په اعدام محکومه کړه.

په پاکستان کې د توهين رسالت سزا اعدام ده.

د پاکستان لوړي محکمې څو ورځي وړاندي په ناڅاپي ډول د هغې د خوشې کولو امر صادر کړ.

چې له امله یې د پاکستان په ګڼو ښارونو کې پر ضد لاريونونه پیل شول او د محکمې دا پرېکړه يې وغندله، حالات ترینګلي شول، حکومت اړ شو چې له لاریونکوونکو سره ومني چې دغه ښځه به نه پریږدي او په اړه به یې له سره دوسیه څیړله کیږي.

څو شیبې وړاندي جیو تلویزون خبر ورکړ چې عیسوۍ میرمن آسیه بی بی د ملتان ښارګوټي له ښځینه زاندان څخه آزاده کړل شوه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x