fbpx

د توهين رسالت تورنه اسيه مسيح نيدر لينډ هېواد ته «روانه» شوې

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۷لړم، ۱۳۹۷ل): پاکستان کې د توهين رسالت په جرم تورنه شوې مسيحي مېرمنې ته د سترې محکمې له لوري له برائت ورکولو وروسته نن سهار وختي داسې راپورونه ترلاسه شوي، چې هغې پسې د بهرني هېواد پلاوی راغلی او د اسلام اباد پر هوايي ډګر يې هغه له ځان سره الوتکې  ته پورته کړه او نيدر لینډ ته روانه شوه.

د پنجاب ايالت ملتان ښار يوه مشر ژورناليست جمشيد رضواني رسنيو ته ويلي، چې  اسيه مسيح په الوتکه کې له ملتان څخه پلازمېنې اسلام اباد ته ولېږدول شوه او هلته د دې هرکلي ته د بهرني هېواد پلاوی هم راغلی و، چې دا يې له ځان سره الوتکې ته  پورته کړه.

برتانوي او امريکايي رسنيو هم ليکلي، چې اسيه مسيح له زندان څخه له خوشې کېدو وروسته له خپلې کورنۍ سره د راولپنډۍ نورخان هوايي ډګر ته راوړل شوه او له هغه ځايه نيدر لينډ ته ولاړه.

اسلام اباد کې د بي بي سي خبريال شهزاد ملک او ګڼ شمېر نورو خبريالانو ويلي، چې اسيه مسيح بهرني هېواد ته روانه شوې ده.

راپورونه وايي، چې د اسيه مسيح د خلاصون لپاره د يوه اروپايي هېواد ديپلوماتان راغلي وو او هغه يې له خپلې کورنۍ سره له پاکستانه وويسته.

د اروپا  د پارلمان مشر انتونيو تجاني په خپل ټويټر پيغام کې ويلي، چې  اسيه مسيح له زندانه خوشې شوې، د اروپا پارلمان يې د ليدو انتظار کوي او په دې اړه يې د پاکستان د حکومت مننه هم کړې ده.

خو حکومتي  چارواکو دغه راپورونه رد کړي دي.

د پاکستان د لومړي وزير عمران خان د رسنيو د څانګې مرستيال افتخار دراني ويلي، چې بهرني هېواد ته د اسيه مسيح د لېږلو خبر حقيقت نه لري او هغه په هېواد کې دننه خوندي ځای کې ده.

اسيه مسيح په ۲۰۰۹ کال کې د توهين رسالت په جرم تورنه شوه، په ۲۰۱۰ کال کې يوې محکمې په اعدام محکوم کړه او تېره د تېر اکتوبر مياشتې په ۳۱مه د پاکستان سترې محکمې هغې ته برائت ورکړ او له زندانه يې د خوشې کولو امر کړی دی.

د محکمې دغه پرېکړه د پاکستان په لر او بر کې غندل شوې، پر ضد يې لاريونونه او مظاهرې شوي، خلکو او عامو املاکو ته په کې د ميليونونو ډالرو زيان اوښتی دی.

avatar
3 د تبصرو شمېر
1 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
عبدالمالک همت
میلمه
عبدالمالک همت

آيا دې ته ځير سوي ياست چي کفار مسلمانه عافيه صديقي کومه چي د کفارو د مظالمو ضد ده له پاکستانه تښتول کيږي او د امريکې په زندان کي له څو کالو راهيسي په ډېره ناوړه او بده توګه کړول کيږي او آسيه مسيح کومه چي د رسول الله صلی الله عليه وسلم سپکاوی کوي په برائت ورکولو سره له زندانه خوشي کيږي، دکفري هيوادونو ديبلوماتان پسي ورځي، د خپلي کورنۍ سره هوايي ډکر ته بيول کيږي، په الوتکه کي ندرلينډ ته استول کيږي او د اروپا پارلمان يې د ليدو انتظار کوي. ان مدافع وکيل ته يې هم په… نور لوستل »

حاجی اتانچی.
میلمه
حاجی اتانچی.

سلامونه مولوی صاحب،بیلکل ستا سو محترم خبره د تایید وړده،اسیه بی بی ته همدا پاکستان چه ځان اسلامی هیواد بولی بریت ورکړ،همدوی په طیاره کی یورپ ته سپاره په امن ولیږله، پاکستان مسلمانان شهیدان کوی،عربان یی څوک مړه او څوک ژوندی په امریکا خرڅ کړل،مولینا سمیع الحق همدا پاکستان شهید کړ،هغه افغان طالیبان یی چه ادر نه منی جیل ته لیږی،د افغان په سوله کی همکاری نه کوی،په افغنستان کی جهاد روا بولی،او په خپله له اسراییلو سره کینی، مولوی صاحب همت،فکر کوم دا ډیر څټ مخ اتڼ پاکستان کوی،زما په فکر پاکستان له دین څخه په اسفاده سره ځان… نور لوستل »

جميل
میلمه
جميل

که د پاکستان او انګلستان قاضيانوته ځير شو داسي ښکاري لکه غبرګوليان. دا لمړۍ ځل ندئ چي پاکستان داسي ګستاخان خوشي کوي او کفاروته ئي ورسپاري. د پاکستان تهداب په منافقت ايښودل شويدئ ، يو نا شناخته کس چي تر اوسه پاکستانيان پدې سم ندي خبر چي قائد ئي سني و او که شېعه، محمد علی جناح ئي ورته قائد وټاکه هغه هم داسي کوچنۍ قائد نه قائد اعظم ، هغه قائد اعظم چي دائم الخمر و او د ډيرو شرابو څښلولو نه مړ سو ،نو د هغه له قاضيانونه څه ګيله. هر څه بايد سره ګډ نکړو د پاکستان… نور لوستل »

الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

ښکاره خبره ده چه نړیوال کفر ( نړیوال استعمار ) د اسلام او مسلمانانو د محوه او مهارولو له هر دول وسلو او وسیلو کار اخلی، څه ناڅه لاسته راوړنی هم لری د امریکا له جوړښت وروسته یی د اسلام او مسلمانانو د کمزوریو د پاره کار کار کړی د اسلامی نړی سیاسی ، مالی، نظامی او استخباراتی قدرت یی ا تر لاسه کړی ، ستا په اسلامی هیوادو کی مجاهدین او فعال مسلمانان د هغوی په خپلو کورو کی نیسی خولی ورته په سر کوی د هغو هیوادو زندانو او یا یی خبلو شخصی زندانو ته وړی . د… نور لوستل »