fbpx

په خير الله شينواري بريد په پراخه کچه وغندل شو

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۷لړم، ۱۳۹۷ل): وړمه ورځ د کابل په احمد شاه بابا مينه کې د سولې مخکښ او د خوځښت مدني ټولنې مرکزي غړي خير الله شينواري د نامعلومو وسله والو لوري بريد وشو چې نوموړی په کې په پښه ټپي شو چې اوس يې روغتيا وضعيت ښه دی.

له خيرالله شینواري مخکې تيره اوونۍ د کابل پوهنتون استاد، سياسي شنونکي او مدني فعال ډاکټر فيض محمد ځلاند هم د برید هڅه شوې وه خو نوموړي د بريد ګر د بريد هڅه شنډه کړې وه.

په خيرالله شينواري بريد په ټولنيزو رسنيو کې په پراخه کچه وغندل شو او په نوموړې بريد په ولس بريد وبلل شو او د ولس د غږ د بندولو ناکامه هڅه وبلل شوه.

په شينواري بريد د ملي امنيت د پخواني رئيس اسدالله خالد له لوري هم وغندل شو او په امنيتي مسئولينو يې غږ وکړ چې په خير الله شیواري بريد ګر ونيسي.

له پيښې وروسته ګڼ خواخوږي او ملګري روغتون ته د هغه پوښتنې ته ورغلل او د هغه د روغتيا له پاره يې هلې ځلې او خدمتونه وکړل.

ددې بريد لومړی خبر سياسي شنونکی او د خيرالله شینواري نژدي ملګري ښاغلي نظر محمد مطمئن په خپل فيسبوک پاڼه خپور کړ او ويې ليکل چې:

ګران خیرالله شینواری دي الله ج راته وساتي. برید ورباندي شوی، ویشتل شوی. جراحي عملیات یې روان دی.

تیره پنجشنبه ځینو غوښتل پر ډاکټر ځلاند برید وکړي، هغه توانیدلی وو، د بریدګرو موټر یې ور وهلی وو او له پیښې يې ځان خلاص کړی وو.

زموږ سولئیزې هڅې ډیری دښمنان لري.

په ښاغلي شينواري د برید په غبرګونو کې څو تبصرې په دې توګه دي:

فضل ربي شينواري د نوموړي نژدې ملګری چې له پيښې د مخکينې او وروسته حالت شاهد و داسې ليکلي:

تېره ورځ ۳:۳۰ بجې وې، خیرالله شینواري ته مې زنګ ووهه، مال شینواری صیب کله ځې لخیره کور پر لور، ویل يې ۴ بجې ازادي راډیو کې بحث لرم، تر ۴:۳۰ نیمو بجو خلاصېږم؛ ۴:۳۰ بجې یو ځای شولو، ویل یې کارته نو کې به پیتزا وخورو بیا به لاړ شو، تر شمشاد ټلویزون لاړو، ومو کتل چې زیاته لار بندي وه، بېرته مو موټر راوګرځاوه، په بله لار کور پر لور وخوځېدو، زه ترې خپل ځای کې کوز شوم، شینواری لاړ خپل کور په لور، زما له کوزېدو ۶ دقیقې وروسته زنګ راغی، اوکې مې وکړ، ورور يې په سوځېدلې ساه راته وویل: روغتون ته راشه ورور مې په نښه شوی دی، نور په ځان پوه نه شوم چې څنګه مې تر روغتون ځان ورساوه؛ روغتون ته په ننوتو مې د شینواري په وینو لیت په لیت ځان سترګې ولګېدې، له سترګو مې اوښکې وبهېدې، په ټیټ يې غږ يې راته وویل زړګیه! څه خبره نشته ښه یم، بیا وروسته عملیات خونې ته ننوت…….
خیرالله شینواري په دې هېواد کې د هغو کړیو او اشخاصو پر ضد غږ پورته کړی، چې تل يې نظام او افغانیت ننګولی دی.
له افغانیت او وطن ننګه قرباني غواړي؛ دا هېواد زمونږ دی، ساتنه به یې هم مونږ کوو ان شاءالله
همدومره و.

انتظار خادم

حادثې دې د خپل زور پیمانه وکړي
زما زړه زرې زرې نه شو دا ولې

بیګاه په یوه مسله کې تر ناوخته بوخت وم.‌ د شپې دولس بجې د ښاغلی خیرالله شینوارې له حادثې خبر شوم. دا چې تر سبا مې صبر نه کیده، د شپې ۱ بجه یې پوښتنې ته ورغلم.

تاند ځوان مې د روغتون په بستر پروت ولیده. بس کټ مټ داسې لکه زندۍ شوی زمری. هو ټپې ټپې وو مګر لویدلی نه وو.

ناروغ وو مګر یې همته نه وو. زه د نوموړي‌د عملیات نه څو شیبې وروسته ورسیدم.‌ لا هم نشه وو، خبرې یې ګډې وډې وي مګر هماغه وخت یې هم د سولې خبره کوله.‌هماغه وخت هم د ملت په غم غمجن وو.‌هماغه وخت یې هم د اوږدې مبارزې داستان غږوه.‌

انتظار خادم بل ځای ليکي:

ما ویل زه به یې همت لوړ کړم خو ټپې ټپې انسان ماته روحیه راکوله،

نو ای د سولې دښمنانو:

سوله ددې ملت ارمان دی.‌ملي ګټې زمونږ منزل دی.‌ولس زمونږ تکیه ده.‌ د ملي‌ګټو دښمنانو زمونږ لمړۍ درجه دښمنان دي.‌

وارن بپټ وایې: یو چا یوه ورځ ونه کرلی، چې نن یې یو څوک تر سیورې لاندې کیني.‌

مونږ به لکه شمعه ددې تیاره تیاره ملت د ځلیدا لپاره اوبه اوبه شو مګر دا ملت به نور د جنګ په تیارو کې نه پریږدو.‌

سوله زمونږ ګډه وسیله او مشترک وصف دی.‌

شفيع اعظم

له دې تهديدونو او ټکرونو ښه خبر یو.

خو يو پټ غلی احساس دی چې ارام می نه پرېږدي
په اور مې سوځوي لکه چې خام مې نه پرېږدي

پوهېږم هغو ته چې زموږ خبرې، زموږ انداز او طرز تفکر یې نه خوښېږي په سلو نومونو مو متهموي. په سلو هېوادونو مو تپي.

خو خدای ګواه نيسم چې د دې وطن د هر وګړي د سر خېر، امن او خدای رضا پرته بل هدف نلرو.

سخته ده خو يوه خبره نن له درده کوم. هغه دا چې همدا د خپل زړه د درد او وطن لپاره د چيغې اواز مو بېرته خپل پښتون خپ کړی.

نن ماښام يوه مجلس کې وم. د خيرالله شينواري د ټپي کیدو خبر راغی. ناڅاپي مې له درده رنګ تغير وکړ. يو څو چې ځانونه د دې وطن مبارزین هم بولي د همدې خبر په اورېدو یې شکر و ويست. نوری یې هم پسې سختې خبرې وکړې. خبرې یې زما په زړه لکه د چړو ګوزارونه.

هو پښتون چې مخالف شي بيا همدومره ګستاخ هم دی. د نظرياتي اختلاف له امله دې بيا د مرګ فکر هم کولای شي.
ګورئ پښتنو!

تاسې چې په يو بل رحم ونکړئ، يو بل ونه بخښئ نو باور لرم چې د روس او امريکا وروسته به خدای چين يا بل ظالم پر موږ مسلطوي. ځکه زموږ زړونه له کینې ډک شوي. موږ د انسان په نقاب کې تمام عیار درنده ګان يو.

ای ربه ته موږ اول انسانان بيا سم مسلمانان کړه. دين پرېږده زموږ انسانیت چلنج شوی.

موږ د هغو په سر د سر په بيه مبارزه پېل کړې، چا چې زموږ سر ته اړولې.

ذاکر جلالي

پر خير الله شينواري برید د رسا غږ بندولو هڅه ده!

د اوسنۍ ډیموکراسۍ یو له مثبتو ټکو د بیان ازادي وه؛ خو داسې برېښي چې دا ارزښت هم سر خوري. خیرالله شینواری د خپلواکۍ ملي غږ دی. تېره یوه اوونۍ کې دا دوهم برید دی چې پر ویښو وجدانونو کېږي. لومړی پر ډاکټر ځلاند او دا پر شینواري.

کله چې منطق مات سي، بیا د ترهې، وېرې او تاوتریخوالي له لارې ځواب ورکول کېږي.

دا غږ نور نه خاموشېږي!

عبدالبصير سباوون

‎ښاغلي خیرالله شینواري ته د لوی رب څخه عاجله شفاء غواړم. د افغانستان دښمنان باید پوه شي چې پدې ډول کرغیړنو کړنو نشي کولاې د بیان ازادۍمخه ونیسي.

تشد عمل چې هر څوک کوي موږ یې غندو مبارزه باید په سولیزه ‌‌‌‌‌‌ډول وشي.

اسد وحيدي

موږ ولاړ يو!!!

دوی له خپلو پخوانيو ملګرو سره دوه ميليونه افغانان ووژل. اوس له خپلو نوو ملګرو سره د ولس په وژلو بوخت دي. دوی غواړي موږ ددې هر څه پر وړاندې غلي شو او يا هم هېواد پرېږدو.

دوی تېروتنه کوي، موږ په خنډونو، ګواښونو او بريدونو له خپله هوډه نه اوړو.

موږ ولاړ يو، همدلته مو ژوند دی، همدلته مو کور دی، همدلته مو اولادونه دي، همدلته مو خپل ولس دی او همدا به مو ګور وي.

څوک چې بايد دا خاوره پرېږدي، هغه پردي، د پرديو جاسوسان او ددې ولس د دين او ارزښتونو دښمنان دي.
موږ پر خپل رب، خپله لاره او پر خپله بريا عقیده لرو.

قاضي نجيب الله جامع

د سولې پر فعال او د پښتون ويښتاب په تږي ځوان ملګرې خيرالله شينوارى د سولې او پرمختګ د دښمنانانو ناځوانمردانه بريد غندم او ډاډمنديم چې د افغانانو د عزت او آزادى دښمنان به هېڅکله خپلو ککړو او مزدورو موخو ته ونه رسيږى.
شينوارى به ژر روغ شي او د خپل ولس د غبرګون غږ به او اوسي.

حميدګل محمدي

د سولې په سفیر بزدلانه برید د بیان په آزادی برید دی!

دا چې دا بريد چا کړی تر لمر هم روښانه ده.

خو دا ډارن او بزدل دوښمن باید پوه شي چې دا وطن ټول د خیرالله شینواري او احمدولي هوتک په شان ځوانانو نه ډک دی، دا پاکه چيغه په داسې بزدلانه بریدونو نه یوازې چې نه تت کېژي بلکه لا پیاوړې کېژي.

دسولې د سفیر د روغتیا په هیله

قطب الدين مشال

زمونږ د منطقي قلم نوک د تور توپک په توره ګولۍ مه ولئ. مونږ ستاسو ټولې نارواوې، تعصبونه او ظلمونه د متحد، پرامن، سوله ايز او پر مختللي افغانستان لرلو په خاطر زغمو خو زمونږ زغم زمونږ کمزوري مه ګڼئ، زمونږ زغم پر تاسو رحم وګڼئ، مونږ بالمثل غبرګون نه ښييو، نه يې ښييو که مو وښود بيا به نه د پارکونو او ښارونو په رڼاوو کې د امن ساه راڅخه واخلئ او نه هم د غرونو رغونو په تيارو کې.

افغانستان د بېلابېلو قومونه څخه جوړه د ګلونو ګلدسته ده خو د هرقام د شرخوښو خلاف به زمونږ مبارزه تر آخري سلګۍ پوري جاري وي.

صميم زلمی

هر څوک د ازاد فکر او نظر څښتن دی، هېڅوک په زوره پر چا خپل نظر نشي تحمیلولی. د خیرالله شینواري فکر او نظر یوې خوا، مګر په ملي مسایلو کې یې تر هر چا لومړی غږ پورته کړی، تر ‌‌‌‌‌‌ډېرو غوړو او لبسیریني ځوانانو ښه دی.
ښاغلي شینواري باندې وسلوال برید په کلکه غندو، دښمن یې شرمېدلی غواړو او نوموړي ته د بشپړې روغتیا دعا کوو!

صالح محمد شهاب

پر ګران ورور خيرالله شينواري باندي بزدلانه حمله یقینا د بزدلانو او د پردو د مزدورانو کار دی، هغه خو یوازي په لاس کي قلم لري، حق ته حق وایي، د پردو تنخواه نه خوري، په خپل کورکي د پردو غوبل نشي زغملی دوی یې د شهادت بندوبست وکړ.
دا دومره ذلیل او بې همته خلګ دي چي یوه هغه لنډهر ته یې ملا ماته ده چي هم یې ملي بیرغ علني وسوځاوه، هم یې ټول افغان اولس ته سپکاوی وکړ، هم یې د ارګ ترڅنګ هره ورځ نارې وي چي اشرپ غني یهودي است، خو بیا هم تنخواه له حکومته اخلي، ټوپک، دریشي او مخابره یې هم دولتي دي، په ټوله جانکېري ساخته اداره کي دومره نر نشته چي تر غاړه یې را ونیسي، حال دا چي داټول د طالب بګېلان دي چي د غرو په سوړو یې دننه کړې ول، پلاستیکي کارمانان یې د کولاب په مېلمستیا لېږلي ول.

خیر دی. وخت به راشي له هرچا به د هرشي پوښتنه وکړو
د پګړیو د سړیو د لرګیو د غمیو

وحيدالله کاروان

چې دستار تړي هزار دي
د دستار سړي په شمار دي

مبارز ځوان او د دستار سړي خیرالله شینواري سره مې د فیسبوک ملګریتا درې کلنه شوه، په تېرو درې کلنو کې مې د ده فکر او مبارزه تعقیب کړې، په وطن، اسلام، ولس او سوله مئین ځوان دی؛ د سولې چیغه یې د زړه چیغه ده، په دې هم پوهیږي چې په دې مبارزه کې یې ژوند، کورنۍ او ملګرو ته لوی ګواښ شته خو بیا هم دی دغه قربانۍ تیار او خپله مقدسه مبارزه روانه ساتي؛ په دې هم پوهېږم چې په وار وار به په مرګ هم ګواښل شوی وي خو دې د همدې حدیـث په مصداق (تر ټولو افضله او بهتره جهاد د ظالم پاچا پر وړاندې د حق خبره کول دي) خپل جهاد او مبارزه روانه ساتلې او ظالمانو پر وړاندې حق ویلی.

نن مې فیسبوک خلاص کړ د شینواري له ټپي کېدو خبر شوم کوم ناځوانه پرې برید کړی په چاقو یې وهلی، مرۍ مې غوټه شوه؛ ای کاش چې ستا په قدر دا ولس پوهېدای او یا ته د داسې یوې ټولنې غړی نه وای چې ډېر وګړي یې خپل فکري مخالف د وژلو هڅه هم کوي؛ شینواری لالا! ته مه خفه کېږه موږ ټول په دې مبارزه کې درسره یو دا لاره به په ګډه وهو.

الله ج دې عاجله او کامله شفا درکړي؛ دوعاو کې مو هېر نه شي ملګرو.
زموږ ملګرتیا دې تلپاې وي.

صفت ځواک

تاسې درد ورکوئ خو مونږ به یې تل د مینې او ورورولۍ لاس په تندي کشوو.
ناځوانه دښمنه!
غږ نه شې خاموشه کولې،خو څو ساعته دې بیګاه زمونږ زړونه ودردول،که د فکر اختلاف لرې منطق پيدا کړه میدان وګټه،که د هېواد د ښيرازۍ فکر لرې نو باور وکړه تر تا دا پروت سړی چې بیګاه ټپي وو له ټپ ‌‌‌‌‌‌ډير سوي ټپونه دې هېواد سره په زړه ګرزوي،خو ناځوانه! تا د ټپونه لپاسه ټپ ورکړ؟
هیڅ دې وجدان ونه لړزیده؟
شکر ملګری شینواری اوس روغ جوړ دی خو
زمونږ ناره سړه نه لا تازه شوه.

برهان الدين

په خیرالله “شینواري” برید د ولس په غږ برید دی، د ولس غږ د سولې، امن، ملي یووالي غوښتنه او یرغل خلاف غږ دی، دا غږ نه بندېږي او د دې غږ د بندولو کوښښ دې هیڅوک هم نه کوي، ځکه چې دا ارمان به ګور ته یوسي.
الله تعالی دې شینواري صیب ته روغ صحت ورکړي، بدخواهان او دښمنان دې یې مختوري او ذلیل شي.

عبدالحی خان

خيرالله شینواري صیب يؤ تکړه، او زړؤر کس دی. تل يي د پښتني ټولنې د ارزښتونو څخه په کلکه دفاع کړي ده. او هم يي د سولي په هلو ځلو کې فعاله ونډه اخيستې ده.

پدې ځوان باندې برید يؤ نامرده او بيغيرته برید دی. دښمن دې پوه شي چي پداسي ناځؤانه بريدونو باندي زموږ خولي نشي بندؤلی.
بدبختانه! افغانستان يؤ داسي بدبخت او پست هېواد دی چي تل پکې د کار خلک هدف کیږي او له مخې لېرې کېږې.
ښاغلی شینواری صیب!
لطفاً خپله مبارزه چیرته بل کوم هېواد او ملت ته وکړه. دا ملت ستاسو غؤندې ځوانانو په ارزښت څو پیړۍ وروسته هم نه پوهیږي. ستاسو ځوانې، انرژي، او استعداد پدي خلکو او وطن نه ارزي.

داسي بوږنوونکو پيښو زما په شمول د ډېرو نورو خولي چوپ کړي دي او د تل لپاره مو د سکوت قلف ور اچؤلی دی. او د امکان تر حده به هېواد کي ژؤند ته زړه ښه نکړو.
دا هېواد دی ! داسې بدبخته يي خلک دې او داسې نامرده کارونه يي دې.

عاشق الله مومند

که څه هم د شینواري صیب سره د نظر اختلاف لرم خو داسې غیرې انسانې برید مو نه پري لوریږي دا برید چې هر چا کړي غیري انساني برید دي دوښمن دې شرمینده وي مونږه د شینواري د هر هغه دريځ ملاتړی یو چې خوار ملت ته يې ګټه رسېږي کله به د يو بل نظر ردوو او کله به يې منو خو د داسې ناځوانه او غیری انساني برید خلاف یې یو او ترې ننګه کوو

رفيع شينواري

د حق ژبه کله هم پداسې ناځوان مردانه بریدونو نه چپُ کیږي.
په ځوان مبارز ملګري خیرالله شینواري باندې د څو کوڅه ډبو سپیو لخوا برید سوی، خو شکر چې شینواری صیب ته کومه جدي ستونزه نده جوړه سوې، بدبختانه په پیښه کې سطحي ټپي سو دی.
شینواری صیب دې رب ج پخپل امان کې وساتي.
اللهم آمین

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د