نړۍ

«اسرائيل د ټرمپ د فشارونو  په وړاندې د بن سلمان ملاتړ کوي»

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۷لړم، ۱۳۹۷ل): د ترکيې په استنبول ښار کې د سعودي قونسلګرۍ کې د سعودي خبريال جمال خاشقجي له وژل کېدو وروسته سعودي حکومت، په ځانګړې  توګه ولي عهد محمد بن س سلمان له سختو نړيوالو او سيمه یيزو فشارونو سره مخ دی.

يوې ايټالوي ورځپاڼې ليکلي، چې د ټرمپ له فشارونو د ځان ژغورلو په موخه بن سلمان د اسرائيلو  او مسيحي انجيليانو مرسته غوښتې، تر څو په واک کې پاتې او له ستونزو خلاص شي.

ليکوال ميکيلي جورجو د ايټاليا «مانيفيسټو» ورځپاڼې ته ليکلي، د اسرائيلو لومړي وزیر بنيامين نتنياهو د بن سلمان ښکاره او قوي ملاتړ کړی او غواړي، چې له دغو فشارونو يې وژغوري او زياتوي، چې د مسيحي انجيليانو يوه پلاوي څو ورځې وړاندې د سعودي پلازمېنې رياض ته سفر کړی او محمد بن سلمان ته يې د خپل ملاتړ ډاډ ورکړی دی.

ورځپاڼه زياتوي، چې د مسيحي انجيليانو په دې پلاوي کې په القدس شريف کې «د صهيوني دوستانو» ميوزيم بنسټګر مايک ايوانس هم دی.

مايک ايوانس ويلي: «بې شکه دا وختونه په منځني ختيځ کې د بدلونونو دي او زموږ لپاره ښه چانس دی، چې له ځينې  عرب مشرانو سره وګورو اوخپله موقع له لارسه ورنه کړو.»

ليکوال زياتوي، چې د اسرائيلو د لومړي وزير سپارښتنه او سفارش د امريکا ولسمشر ته رسېدلی، همدارنګه د مسيحي انجيليانو وړانديز هم ولسمشر ټرمپ ته رسېدلی دی.

مسيحي انيجيليان د اسرائيلو د يرغلګر حکومت ايتلافيان دي.

ميکيلي جورجو د خپلې مقالې په لنډيز کې ليکلي، چې محمد بن سلمان د نتنياهو د احسان پوروړی دی او دی بايد د منځني ختيځ په اړه د اسرائيلو هره غوښتنه ومني.

دا بدلونونه په داسې حال کې دي، چې  څو ورځې وړاندې د اسرائيلو لومړي وزير  عمان سلطنت ته سفر کړی و او ليکوال زياتوي، چې  په راتلونکو لنډو ورځو کې به بحرين هم خپلې دروازې د اسرائيلو پر مخ پرانيزي.

په عين حال کې ميډل ايسټ ای ویب پاڼې هم په دې اړه ليکلي، چې نتنياهو له محمد بن سلمان څخه دفاع کوي، ځکه د فلسطين په قضيه کې د اسرائيلو ملاتړی دی او بله مهمه خبره د دواړو ترمنځ د ایران دښمني ده.

ميډل ايسټ ويب پاڼې  زياته کړې، چې اسرائيلي سياستوال په دې اندېښنه کې دي، چې کېدای شي د سعودي ولي عهد د جمال خاشقجي په قضيه کې له ستونزو سره مخ شي او له واکه بې برخې شي، چې دا کار د اسرائيلو لپاره د اندېښنې وړ دی.

ويب پاڼه وايي، چې بن سلمان د فلسطينيانو د حقونو په پرتله د اسرائيلو د د عوې پلوی دی او په دې لړ کې يې د فلسطين ولسمشر محمود عباس سعودي ته ورغوښتی و، چې يا دې د اسرائيلو د سولې غوښتنه ومني او يا دې استعفا ورکړي.

د همدې او ورته نورو موخو لپاره اسرائيل هڅه کوي، چې په سعودي کې د  محمد بن سلمان واک وژغوري او هغه د امريکا له فشارونو خوندي کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x