د جاغوري جګړه؛ طالبان وايي د ولس ساتنه زموږ مسؤلیت دی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۷لړم، ۱۳۹۷ل): د غزني په هزاره میشتې سیمې جاغوري کې د طالبانو د تېرې ورځې جګړې بېلابېل غبرګونونه را وپارول.

دا په تېرو نږدې اتلسو کلونو کې لومړی ځل دی چې د دې ولسوالۍ په مربوطاتو کې پوستې سقوط کېږي او د توندې جګړې خبر ورکول کېږي

طالبانو دا جګړه د هېواد په نورو سیمو کې له روانې جګړې سره یو ډول بللی او د حکومتي مخصوصو کړیو هغه دعوې يې چې ګواکې د کوم خاص قوم پر ضد جګړه ده، بې اساسه بللې.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد په همدې مناسبت خپاره کړي وضاحت کې په ډاګه کړې چې د ولس، سر، مال او عزت ساتنه د دوی د سرتېرو مسؤلیت دی.

«ولسونه دي خبر وي چې مجاهدین له هغو عامو خلکو سره هیڅ کار نه لري چې د کابل ادارې ملاتړ نه کوي، نظامي فعالیت نه کوي او خپل عادي ژوند په مخ بیایي. مجاهدین د دوی سر، مال او عزت لکه خپل سر، مال او عزت داسې ګڼي او هیچا ته به پرې د تجاوز حق ورنه کړي.»

دا جګړه چې له پېښېدو وروسته يې سمدستې په ولسي جرګه کې د غزني استازي کنفرانس، د ولسمشر دویم مرستیال غبرګون او د سولې شورا مشر هم د جګړې ګواښ ته اړ کړ، تر اوسه هیڅ ملکي تلفات نه لري.

طالبانو پر ولس غږ کړی چې د کابل‌مېشتو «ډالر خورو» د څرګندونو تر اغېز لاندې دې نه راځي، خو وايي چې د جګړې په وخت کې دې هڅه وکړي چې کورونو کې د ننه پاتې شي.

«د سیمې ویښ اولسونه دي د دغو موقع پرستو د شومو اهدافو په خونثا کولو سره ډاډه اوسي او له مجاهدینو دي هیڅ ډول وېره نه محسوسوي. کله چې د پرمختګ پر مهال مجاهدین د دوی سیمو ته رسېږي، نو دوی دي د لږ وخت لپاره په خپلو کورونو کې پاته شي، کله چې وضعیت نور مال شي، مجاهدین ورته اعلان کوي چې هرڅوک دي خپل عادي ژوند ته دوام ورکړي.»

ښاغلي مجاهد یادونه کړې چې د جګړې په ډګر کې که تر هر نامه لاندې وسله په لاس جنګېدونکی کس ولیدل شي د دوی سرتېري به يې خپل دښمن وګڼي او نظامي چلند به ورسره وکړي.

دې جګړه کې چې وړمه شپه پېښه شوه، ځايي سرچینې وايي تر شلو ډېرو پوستو سقوط کړی، خو د غزني د والي ویاند عارف نوري وايي یوه پوسته لنډمهاله سقوط شوې، درې اربکیان وژل شوي او د قومندان په ګډون پنځه نور ټپیان دي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د