افغانستان

روزګان: د شجاعي پر ضد پنځه نور کلي د طالبانو تر څنګ درېدلي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۷لړم، ۱۳۹۷ل): د روزګان په خاص روزګان ولسوالۍ کې د پنځو کلیو قومي مخورو د حکیم شجاعي د جګړه مارو پر ضد د طالبانو څنګ نیولی.

د خاص روزګان د کندلان، حسیني پایک او سیرو سیمو قومي مشران تېره ورځ طالبانو ته تسلیم شوي دي.

طالبانو په خپره کړې خبرپاڼه کې لیکلي، د یادو سیمو قومي مخور ملک یعقوب کربلایي، خلیلي، ملک سلطان او افتخاري وروسته له هغه طالب‌سرتېرو ته تسلیم شول، چې له سیمو يې د شجاعي جګړه مارو پښې سپکې کړي.

په یاده سیمه کې د یاده جګړه مار د اربکیانو پر ضد د طالبانو او ولس همغږې جګړه دوو اونیو ته نږدې کېږي، چې پکې حکیم شجاعي ټپي شوی او مهم قومندانان يې له لاسه ورکړي.

د دې جګړې له پیله یوه ورځ وروسته د مشرانو جرګې غړي حنیف حنفي وویل، په سیمه کې د یوې تښتېدلې مېرمنې پر سر د شجاعي له اربکیانو سره شخړه پېښه شوه، چې ولس د طالبانو په ملاتړ د شجاعي پر ضد وسلې ته لاس کړ.

حکیم شجاعي چې د حامد کرزي د واکمنۍ پر وخت يې د نیولو حکم ور کړل شوی و، حکومت يې سره له دې چې یو «غیر مسؤل وسله‌ول» بولي، خو اجراییه ریاست د دې جګړې په اړه وايي چې د طالبانو او «امنیتي ځواکونو» تر منځ روانه ده.

شجاعي یو له هغو کسانو بلل کېږي چې له اسدالله خالد، عطامحمد نور او وژل شویو جنرال رازق او عزیزالله کاروان سره یو ځای د نړیوالو بشري حقونو ادارې د سرغړوونکو د لیست په سر کې ځای لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x