ټرمپ د امریکا لوی څارنوال له دندې لرې کړ

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۷لړم، ۱۳۹۷ل): د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ لوی څارنوال جیف سیشنز له دندې لرې کړی دی.

څارنوال سیشنز پرون (چهارشنبه، ۷نومبر) ولسمشر ټرمپ ته پخپل استعفا کې لیک لیکلي: «ستا په غوښتنه مې استعفا وکړه.»

ټرمپ دا ګواښ هم کړی چې که د ده د ولسمشریزو ټاکنو په تړاو ډیموکراټان نورې هم څېړنې وغځوي دی به يې مخه ونیسي.

رویټرز لیکلي، تېر سهار د سپینې ماڼۍ دفتري مشر جان کیلي لوی څارنوال ته ټیلفون کړی او ورته ويلي يې دي، چې تر دندې دې تېر شي.

دا اقدام وروسته له هغه اخیستل کېږي چې د امریکا کانګریس لپاره له ټاکنو یوه ورځ تېرېږي او غیر رسمي پايلې ښيي چې ډیموکراټان پکې مخکښ دي.

ټرمپ د لنډ وخت لپاره میتهیو وایټکر د سیشنز پر ځای ګمارلی او وايي ډېر ژر به یو بل کس د لوی څارنوال په حیث وګماري.

د ډیموکراټ ګوند غړي نینسي پلوسې دا په تېرو ولسمشریزو ټاکنو کې د روسيې د مداخلې د څېړلو مخه نیول بولي.

ډیموکراټان نیوکه کوي چې ټرمپ د رایو پر اساس نه؛ بلکې د روسيې د مداخلې له امله د درغلۍ په وسیله واک ته رسېدلی دی.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د