افغانستان

ناټو ته لا هم افغان ځواکونه د امنیت ساتنې جوګه نه ښکاري

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۷لړم، ۱۳۹۷ل): د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ کابل ته د سفر پر مهال له یو خصوصي تلویزون سره خبرو کې ویلي، افغان ځواکونه لا هم د شاتګ شاهدان دي.

هغه ويلي، په دې وروستیو کې موږ د خونړیو بریدونو او د پرلپسې شاتګ شاهدان پاتې شوي و، ځکه خو لا هم افغان عسکر زموږ ملاتړ ته اړتیا لري.

که څه هم سټولنټبرګ مني، چې د امینتي ځواکونو تلفات ډېر شوي دي، خو وايي دوی د جګړې په لومړۍ کرښه کې دي، ځکه خو يې تلفات هم ډېر شوي دي.

د ناټو عمومي منشي وايي دوی به د جګړې لپاره د افغان عسکرو د روزلو، تمویلولو او مشورې ورکولو لړۍ ته لا هم دوام ورکړي.

هغه په یوه خبري کنفرانس کې هم وویل، چې د وتلو په اړه څه نه شي ویلی، خو په وینا يې د اړتیا تر وخته به دلته پاتې شي.

د دې تر څنک د ناټو عمومي منشي مني چې د جګړې حل باید د خبرو اترو له لارې وشي، هغه وویل ناټو د سولې په برخه کې مستقیمه مداخله نه کوي، خو د داسې هڅو ملاتړ کوي.

سټولنټبرګ دعوه وکړه چې د دوی پوځي حضور هم د دې لپاره دی، چې سیاسي روغې جوړې ته لار هواره شي.

ینس سټولنټبرګ وړمه ورځ (سه شنبه، ۱۵لړم) په نا اعلان شوي سفر کابل ته راغی، د حکومت له مشرانو او خپلو پوځي چارواکو سره يې ولیدل.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x