
ټاکنو کمیسیون: پر ټاکنیزه پروسه جوړ شوي باورونه بیا ونړېدل
نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۷لړم، ۱۳۹۷ل): ټاکنو کمیسیون د ولسي جرګې له ټاکنو نږدې شل ورځې وروسته ومنله، چې د ولس یو څه را جوړ شوی باور يې بیا له خاورو سره خاورې کړ.
د دې کمیسیون ویاند سید حفیظ الله هاشمي وايي، د دوی مدیریتي کمزورتیاوې د دې علت شوې چې په وینا يې د ولس باور یو ځل بیا ضربه وویني.
هغه تېر مازیګر په یوه خبري غونډه کې خبریالانو ته وویل، له شک پرته ویلی شي، چې د ټاکنو دوو ورځو کې د خلکو باور ضربه ولیدله او په وینا يې د ټاکنو کمیسیون تر پوښتنې لاندې راغی.
هاشمي وايي دوی له دې ټاکنو زده کړه وکړه او ولسمشریزو ټاکنو کې به هغه غلطۍ نه تکرارېږي.
په ورته وخت کې د سیاسي ګوندونو ټینګار پر دې دی، که د ولسي جرګې ټاکنې له ناندریو پرته سمې پایلې ولري، جوړه خبره ده، کنه دوی به د ټاکنو کمیسیون اړوند خپل «تصمیم» اعلان کيږ
د ټاکنو کمیسیون وايي تر سبا (جمعې، ۱۸لړم) پورې يې څارونکو بنسټونو، نړیوالې ټولنې او سیاسي ګوندونو ته وخت ورکړی، که د ولسمشریزو ټاکنو د مهالوېش اړوند څه نظر لري، باید له دوی سره يې شریک کړي.
ټاکل شوې، راتلونکې اوونۍ د ولسمشریزو ټاکنو مهالوېش رسماً اعلان شي.