fbpx

له «سولې شورا» د «جګړې» توندولو ګواښ

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۷لړم، ۱۳۹۷ل): په داسې حال کې چې د افغان سولې اړوند د مسکو غونډه کې د سولې شورا د پلاوي لېږلو خبر ورکړی، خو مشر يې د جګړې د توندولو ګواښ کړی.

دغه ادرس چې حکومت د سولې او پخلاینې لپاره را منځته کړی، مشر يې کریم خلیلي په جاغورو کې د څو پوستو سقوط له خپله ادرسه ناخبره کړی دی.

خلیلي چې د ایران پلازمېنه تهران کې يې افغان کډوالو ته خبرې کولې، پر طالبانو غږ کړی چې له «دوی» دې لري ګرځي کنه «پوزې به يې په خاورو ور وموښي.»

د «سولې» شورا رییس د «جګړې» اور ګرمولو لپاره پر حکومت غږ کړی چې هیڅ کوتاهي دې نه کوي او د ده په وینا له «خلکو» باید دفاع وکړي.

کریم خلیلي چې د سولې شوار مشري پر غاړه لري، پر دې هم بسنه نه کوي او د جګړې د ژبغړانده کېدو لپاره پر ولس غږ کوي چې ټوپک ته لاس کړئ.

د سولې شورا رییس ويلي دی به هم د جګړې په ډګر کې د وسله اخیستو خلکو سره یو ځای ودرېږي.

که څه هم حکومت پرلپسې دعوه کړې چې د سولې شورا يې د سولې د هڅو لپاره درېیمګړی او «خپلواک» ادرس جوړ کړی، خو په دې شورا کې پر راټولو کسانو تل نیوکه کېږي چې جګړه‌ییزه روحیه لري.

دوی د خپل‌منځي جګړو پر مهال هم د ولس په سرونو کې مېخونه ټک‌ وهلي او د طالبانو د واکمنۍ پر مهال يې د اسلامي نظام پر وړاندې هم مزاحمت کړی دی.

avatar
4 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
توکل
میلمه
توکل

په دا تیرو کلونو که طالبانو ددی خلکو سره خورا ډیر احتیاط کړی دی. خو دوی نمک حرام طالبانو ته ډير پاخه دی، او بیخی بد ردورته وایی، زه هزارو ته وایم چه په جنګ که ستاسی تر نورو ډیر تاوان کوی. او همیشه دا فکر مه کوی چه همدا امریکا به وی او همدا مزی به وی. اوس هغه وخت را رسیدلی دی چه هرچاته خپل حساب پوره وکړل شی. دوی افغانستان ته هم د عراق او سوریی خیال کولو چه د امریکا او ایران په مرسته به دوی همداسی په مزو او چړچو که وی. خو نه، نه… نور لوستل »

غوربندي
میلمه
غوربندي

زه باور لرم چي اسلامِ امارت د هزاره توکم په منځ کې کافي ولسي نفوذ لري تر څو د شر او فساد او مزدورو ایرانپالو په له منځه وړلو کې ونډه واخلي.

جميل
میلمه
جميل

هزاره په افغانستان کي لږ او نسبتاََ ډير ظعيفه دې نبايد چي هوا ورکړه شي، دخليلې پر سرنا پخپله هزاهګان هم چندانې غوږ نه نيسي. خپله د منطقې خلک له طالبانو سره همکاري کوي، ټوله هزارګان خليلي او شجاعي ندي. طالبان مجبوره دې چي ټوله هيواد امن کړي بيله کوم توپيره چي دلته هزاره دئ،ازبک دئ،تاجک دئ او که پښتون دئ او نور، ټوله بايد د آزادی لپاره وکړي که ئي نکوي په منطقه کي دې د طالبانو حاکميت ومنې ، کنه خنډ خو دي بيخي نه ورته جوړوي. د دين او هيواد دښمن امريکا او نور طفيليان ئي تل… نور لوستل »

لونګ
میلمه
لونګ

د سولی د شورا مشر باید یو بیطرفه کس وي. خلیلی ډیری وخت د افغانانو په وژلو کی دخیل دی او اوس هم دا کس د جنګ اور ته لمن وهی. زه اوس د کابل د حکومت په کړنو مشکوک یم او فکر کوم چه اصلا هغوی دی چه د سولی خنډ ګرځیدلی دی. کابل حکومت باید خپل با صلاحیته کسان د مسکو غونډی ته لیږلی وای خو اوس ګورو چه داسی کسان یی لیږلی چه حتی زما زړه نغواړی چه هغعوی سره خبری وکړی. د طالبان دریځ خلکو ته ورځ تر بلی روښانه کیږی او الله د وکړی چه… نور لوستل »