fbpx

ننګرهار: د داعش خلاف پاڅون کوونکو او عسکرو هوايي بريد مرګ ژوبله اړولې

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۷لړم، ۱۳۹۷ل): په ننګرهار ولایت کې د داعش وسله والې ډلې په خلاف په ولسي پاڅون کوونکو چې د حکومت ملاتړ هم ورسره و بريد شوی دی چې له امله يې ۸ تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

دوه ورځې وړاندې د نازيانو په ولسوالۍ کې نږدې ۵۰۰ تنو ولسي وګړي له خپلو وسلو او تجهيزاتو سره راټول شوي وو او د داعش په وړاندې د جکړې ميدان ته راوتلي وو.

د ننګرهار امنيتي چارواکو هم ويلي وو چې ددې ولسي پاڅونوالو ملاتړ به کوي او هغه سيمه چې له داعش وسله والو څخه پاکېږي هلته به امنيتي پوستې جوړوي.

خو د سیمې اوسېدونکو افغان اسلامي اژانس ته ويلي دي چې تير ماخستن د نازيان ولسوالۍ په مرزين کلي کې په دغو ولسي پاڅون کوونکو هوايي بريدونه شوي دي چې له امله يې دوه تنه دولتي سرتيري او درې تنه ولسي پاڅون کوونکي وژل شوي او دوه سرتيري او يو پاڅون کوونکی ټپي شوي دي.

تر اوسه ددې هوايي بريد په اړه دولتي چارواکو څه نه دي ويلي.

ويل کيږي چې د ننګرهار په شينوارو ولسوالیو کې د داعش وسله والې ډلې سربيره د منګل باغ لښکر اسلام ډله هم فعاله ده او د سیمې د خلکو په وينا چې ټپیان يې د ننګرهار په دولتي روغتونونو کې تداوي کيږي.

د يادونې وړ ده چې له څو کلونو راهيسې داعش وسله واله ډله په ننګرهار کې راپورته شوې ده او څو مياشتې وړاندې يې په ننګرهار کې ځينو ښوونيزو او د عامه خدمتونو ادارو ته هم اخطارونه ورکړي وو او همدا راز يې د اخطارونو په مټ په ننګرهار ښار کې د خلکو ترمنځ ډار او ويره خپره کړې وه.

بل لور ته عام افغانان او سياسي شنونکي په سيمه کې د داعش وسله والې ډلې سره د افغان حکومت ملاتړ او د داعش خلاف
د طالبانو ليکې بمبارول هغه څه دي چې خلک يې له داعش سره د حکومت په دښمنۍ شکمن کړي دي.

خو تازه د داعش په وړاندې د ولسي پاڅون کوونکو په جنګي ليکو هوايي بريدونه هغه څه دي چې ښايي ډيرو خلکو ته د داعش
خلاف د حکومت په دريځ شکونه او انديښنې پيدا شوي وي.

شنونکي داعش وسله واله ډله د بهرنيو استخباراتو پروژه بولي چې هدف يې ترې د طالبانو په وړاندې دخنډونو جوړول او د بهرنيو استخباراتو په ګټه کار کول دي.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
غ.حضرت
میلمه
غ.حضرت

شک څه مانا؟
شک مک نشته بلکه یقیناً داعش یوه عربی عبری غربی پروژه ده چه د خنډ کوونکو په وړاندی به ئې خنډونه وزېږول شی.