نړۍ

اسرائیلي الوتکو غزه یو وار بیا بمباري کړه

ghaza_bombartmentنن ټکی اسیا اپریل ۲۰۱۱/۰۹)غزه: له غزي څخه خبرورکول شویدی چي اسرایلي جیټ الوتکو دفلسطین دحما س دډلي دیو عسکري ښاخ کتائب القسام یولوړرتبه چارواکي له خپل مرستیال اوموټرچلونکی سره یو ځاي هغه وخت په  نښه کړل کله چي نوموړي درفح ښاروجنوب ته دتل سلطان کلي په لوردحرکت په حالت کي وو.

ویل کیږي چي په برید کي تیسیر ابوسنیمه چي په ابوالمجد سره یی شهرت درلود له خپل مرستیال سره  ځای پر ځاي شهیدان شول اوموټرچلونکي یی سخت ژوبل شو چي نژدي روغتون رسول شویدی.
له تیری دزیارت  ورځي څخه بیا تراوسه پوري داسرائیلي جیټ الوتکو په بمباریو کي دفلسطیني شهیدانو شمیره ۱۶ کسه ته ورسیده، خبرزیاته کړه چي دتیري شپی تراخیره پوري اسرائیلي الوتکو د غزه ښار اومصر هیواد پرپولو باندي جوړشوی غلچکي تونلان په نښه کول، تیره ورځ هم اسرائیلي مدافعی دشجاعیی په کلي دملکي کسانو یوکور په نښه کړ چی نتیجه کی یی دوه کسه شهیدان او له لسو څخه زیات ټپیان شول، له سیمي څخه عیني شاهدانو رسنیو ته ویلي چي شهیدان اوژوبل کسان اکثره واړه ماشومان وو.
داسرائیلو له لوري دغه برید په داسی وخت کي ترسره کیږي چی له برید څخه څو ساعته مخکي دفلسطیني وسلوالو ډلو له لوري له اسرائیلو سره داوربند اعلان شوی وو، خو ځیني سرچیني بیا وایی چي له اوربنده څخه وروسته، لومړي دفلسطیني مجاهدینو له لوري په اسرائیلو توغندي تغول شوي ول، خو په فلسطین کي دحماس ډلی ددارنګه خبرونو سخت مخالفت وکړ اوزیاته یی کړه چي اسرائیلي یرغلګرو همیشه دفلسطیني ولس په وړاندي له منافقت او دوه مخي څخه کاراخیستي دي.

بخت الرحمن بخت…………………….نن ټکی اسیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x