افغانستان

فارياب ولايتي شورا: ۳۰۰ امنيتي سرتيري کلابند شوي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۷ لړم، ۱۳۹۷ل): د فارياب ولایت په پښتونکوټ ولسوالۍ کې طالبانو شاوخوا ۳۰۰ امنيتي سرتيري او ولسي پاڅون کوونکي کلابند کړي دي.

د فارياب د ولايتي شورا رئيس محمد طاهر رحماني وايي چې طالبان له څو ورځو راهيسې د فارياب په پښتونکوټ او سرحوض سيمو کې له امنيتي سرتيرو سره په جګړه بوخت دي.

هغه زياتوي چې له تيرو دوو ورځو راهيسې په سيمه کې پر امنيتي سرتيرو سيمه راتنګه چې له تيرې شپې راهيسې ۳۰۰ تنه امنيتي سرتيري او پاڅون کوونکي د طالبانو له لوري کلابند دي.

هغه وويل که سيمې ته تازه دمي امنيتي سرتيري ونه ليږل شي نو د پښتونکوټ او سرحوض ولسوالۍ به دواړه د طالبانو لاس ته ولویږي او هم به کلابند سرتيري ووژل شي.

رحماني وايي چې په سيمه کې له بيګا شپې راهيسې جګړه نوره هم تيزه شوې ده،

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x