fbpx

د شهادت تږي

عرفان الله عرفاني

چنار ځوانۍ مو دنګ زلمي ماتوي
د شهادت پسې تندي ماتوي

دا خو رښتینې فلسفه ده د عشق
د خدای لپاره خپل زړګي ماتوي

څومره لېوال دي د سنګر، ګودرته
تندې أخیستي دي منګي ماتوي

دومره یې مینه په غورځنګ راغلې
لاسو د حورو کې بنګړي ماتوي

د أبد کلي پــــورې ځان رسوي
تڼاکو تَلــــو کې اغزي ماتوي

د غرۀ لمنه کې یې اور بل کړئ
پاس (عرفاني) ورته لرګي ماتوي

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
حاجی اتانچی.
میلمه
حاجی اتانچی.

عرفان صاحب،قران مجید او احادیثو د حوری ثبوت شته،خو د بنګړیو کوم ثبوت ور په کی نشته،او که چیری بنګړی لری ،نو دا څنګه شهید دی چه بنګړی یی ماتوی؟