fbpx

فیسبوک؛ میسنجر کې د واټساپ په څېر د پیغام حذفولو ځانګړتیا زیاتوي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۷ لړم، ۱۳۹۷ل): د ټولنیزو رسنیو مشهورې پاڼې فیسبوک اعلان کړی چې په خپل مشهور پیغامي اپلیکیشن «میسنجر» کې د پیغام حذفولو ځانګړتیا زیاته کړي.

له دې وړاندې دغه ځانګړتیا په واټساپ او انسټګرام اپلیکیشنو کې موجوده ده، چې د پیغام لیږلو نه وروسته هغه د حذفولو اختیار لري، او د حذفولو پرمهال پیغام د لیږل شوي او موصول شوي دواړو کسانو څخه له منځه ځي.

دغې ځانګړتیا ته هغه مهال اړتیا پيښیږي کله چې یو ناسم او یا نه غوښتونکی پیغام واستول شي، او لیږونکی یې بیرته حذفول وغواړي، دغې ځانګړتیا ته د (Unsend Message) نوم ورکړل شوی، چې لیږل شوی پيغام له دویم کس څخه حذفوي.

دغه پیغام له لیږلو وروسته لس دقیقې وخت لري، چې لیږونکی کولای شي خپل استول شوی پیغام په دغه دوران کې حذف کړي، خو که لس دقیقو څخه وخت تېر شي پيغام نه حذفیږي، اټکل کیږي چې دغه موده به له وخت وروسته وغزیږي، دغه ځانګړتیا به د میسنجر (۱۹۱.۰) نوي ورژن اوسمهالولو نه وروسته پېل شي.

یاده دې وي چې د فیسبوک تر ملکیت لاندې اپلیکیشن «واټساپ» دغه ځانګړتیا پخوا وړاندې کړې، چې لومړی یې ۷ دقیقې بیا یو ساعت او اوس نامحدود وخت ورکړل شوی دی، همدا ډول انسټګرام هم دغه ځانګړتیا لري.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د